تاند- د فضايي تحقیقاتو متخصصان غواړي چې د لاتیني امریکا د چیلي هیواد په صحرا کې داسې ستر ټیلکسوپ جوړ کړي چې ۱۶ هیندارې ولري او هره یوه ۵ متره لویوالی ولري.
دا ټیلسکوپ به په فضا کې د ژوند د نښانو د موندلو لپاره تر یولکو شل زره ملیارد مایله فضا پلټلی شي.
د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، د دې پروژې اصلي موخه له شمسي نظامه دباندې د ژوند د نښو د موندلو لپاره هڅه بلل شوی ده.
دا پروژه، چې (ELF) نومول شوې، په لېري سیارو کې د ژوند د احتمال کیمیايي نښې څېړلی او حتي په نورو سیارو کې د خورا لېري سمندرونو او قارو عکسونه اخیستلی شي.
له جوړېدو وروسته به د دغه ټیلسکوپ په وسیله تر هر څه وړاندې لومړی پروکسیما B سیاره وکتل شي چې ګومان کېږي د ژوند نښې پکې شته.
دا سیاره له مځکې ۴ اعشاریه ۲ نوري کاله لېرې ده.
د دغه ټیلسکوپ پلنوالی به ۲۵ متره وي او د چیلي په اتاکاما صحرا کې به کېښودل شي.
دا ټیلسکوپ به د هغو سیارو عکس اخیستلی شي چې له مځکې ۲۵ نوري کاله یا ۱۲۰ تریلیون مایله لېري دي.
څېړونکي به د دغه ټیلسکوپ په وسیله په لېري سیارو کې د اکسیجن، میتان ګاز او اوزن په اړه د معلوماتو د ترلاسه کولو هڅه وکړي.