د افغانستان کورني کرکټ په کچه دولسو غوره ولایتي لوبډلو ترمنځ د بابای ملت ایلیټ جام سیالیو تر نامه لاندې سیالۍ پیل کیږي.
دغه سیالۍ چې هر کال د لومړۍ درجه ولایتونو ترمنځ ترسره کیږي، دا ځل هم د ۱۲ لومړی درجه لوبډلو په شمول د روان زیږدیز کال می په ۲۵ نیټه د کابل په نړیوال کرکټ لوبغالي او د زرملوال لوبغالي کې په لاره اچول کیږي.
د افغانستان کرکټ بورډ اداره د رسنیو له ټولو همکارانو څخه په درنښت هیله کوي تر څو د تل په څیر ددغو سیالیو پیل غونډې ته د پوښښ ورکولو په موخه د خپل یو همکار په رالیږدولو سره د افغانستان کرکټ بورډ اداره منندویه کړي.
وخت: د سهار نهه بجې
نیټه: د روان زیږدیز کال می ۲۵
درک: د کابل کرکټ نړیوال لوبغالی