لیکنه : عادل عزیزي

سياسي مفكوره ، په هرڅه د پوهې ، شوق او علاقې پر بنسټ رامنځ ته کیږي ، یوې عادې مفکورې ته هغه وخت سیاسي مفکوره ویلی شو، چې شخص په هرڅه د پوهې په پایله کې ځانته یوه سمه ، هراړخیزه او ګټوره لاره وټاکي، او د همدغې لارې په ټاکلو سره خپلې اصلې موخې ته ورسیږي .

د نړی په کچه زیات شمیر همداسې کسان شته ، خو پوښتنه اوس دلته چې ولس څه وخت د سیاسي مفکوره خاوندان کیدای شي؟

که چیرته د یو شمیر پرمختللو هیوادونو روان حالت او د هغوی هر اخیزې پرمختیا ته کتنه وشي مالومه به شي چې یادونو څه کړي څو یو داسې ځای ولري، ځواب به دا وي چې د هغوی په خلکو کې سیاسي شعور ا مفکوره دې حد ته رسیدلي چې هیڅ چارواکی او فرد نشي کولای د هغوی له توقع او هیلې خلاف کارونه ترسره شي.

په افغانستان غوندې یو هیواد کې چې د څو لسیزو جګړو په اور کې سوځیدلي وګړي یې اوس دې حد ته رسیدلي چې خپله اراده په ډیر ښه ډول تمثیل کړي . چې ډیره ښه بېلګه یې د ۱۳۹۳ کال د وري ۱۶ نیتې ټولټاکنې وې چې په پراخه کچه او د یو سیاسي فکر په شتون کې یې خپله رایه وکاروله .

ولس د ټاکنو له اوازو ، د نوماندی له بهیر ، د نوماندانو له ټاکنیزو کمپیانونو ، پورې په خپلو فکرونو کې وتلل ، وجدانونه یې قضاوت ته پریښودل او د پریکړې کولو لپاره د سمې لارې انتخابولو په هڅه کې شول .

ولس وعدې او نورې د نن خبرې شاته پریښودې او د سبا په هڅه کې شول ، د نن ورځې ډوډی یې له کبابونو او پلونو سره  وخوړه او د سبا ورځې لپاره په دسترخوان په هر وخت او هر حالت کې د یوې وچې ډوډی په غم کې شول ، ژبني ، مذهبي ، سمتي او نور تور او سپین رنګونه یې خوښ نه کړل بلکې د انسانیت په قبیله پورې یې ځان وتاړه ، د ټوپک او بم غږونه یې په خپل شور او ولوله سره له منځه یوړول او د خپل حق شور او ځوږ یې په زړنو کې خوشحالی ، په ذهنونو کې آرامتیا او په ښارونو کې نغمې خورې کړې .

دا هرڅه یې د دې لپاره وکول څو په خپل لاس کې په کاغذنو کې د رسم شوو څیرو څخه یوه داسې څیره انتخاب کړي چې ، په کوټه کې ورته مخامخ په دیوال د یو ازاد ، سوکاله او پرمختللي افغانستان انځور شي، هرڅوک تر هر چا ماړه وي، هرڅوک ترهر چا آرام وي ، هرڅوک تر هرچا قربان وي ، هرڅوک د هرچا میلمه وي او هرڅوک د یو افغان په نوم په دې پتمنه خاوره کې ژوند وکړي .

دا ټول د څه پایله وه ؟

له هغه وخته چې اولس د نظام د بدلون او د واک د لیږد آوازه اوریدلې ده دولت او ورسره جوخت یو شمیر دولتي او غیر دولتي سازمانونو ، مدني ټولنو ، رسنیو او ټول عام ولس  ترخپله حده یې په هره برخه کې کوښښونه کړي دي ، ځینو یې د زعامت لپاره ملاتړ وه ، ځینو عامه پوهاوی کاوه او ځینو بیا تر لیرې سیمو د خپلو رسنیو له لارې خلک له دې ملي پروسې خبرول ، د نوماندانو طرحې یې ورته وړاندې کولې او د هغوی په اړوند یې هر اړخیز بحثونه په لاره واچول .

د زیاتې ستاینې وړ ده چې د هیواد امنیتي ځواکونو په خپل ټول قدرت او سرښندنې سره وښوده چې مونږ کولای شو د خپل هیواد امنیت په ډیره ښه توګه سمبال کړو، زمونږ ارادې پخې ، ایمان مو قوي او د یو موټي هوسا او پرمختللي افغانستان لپاره د هیڅ قربانۍ نه دریغ نه کوو .

امنیتي ځواکونو په خپله ملي روحیه بغیر له کومې لاس وهې له هر مرکز څخه یوازې په دې موخه چې هیوادوال مو په یوه امنه فضا کې په یوه ملي پروسه کې ګډون وکړي لاس په ماشه ولاړ وو او د یاده پروسه یې په یو ډیره امنه فضا او بغیر له کومې لویې پیښې څخه سرته ورسوله .

خلك څه غواړي؟

افغان ولس په ټاکنو کې په ښه توګه او د توقع خلاف برخه واخیسته ، رایه یې ورکړه ، او له خپلې رایې څخه یې پوره نظارت و کړ.

ولس اوس د دې په انتظار کې دی چې د خپلې رایې پایله په خپله وویني ، ولس اوس د دې هیله لري چې تر کومه یې رایه ارزښتناکه شمیرل کیږي او ترکومه یې خپلې هیلې د پوره کیدو په حال کې دي.

اوس نو باید د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو کمیسیون په خپل ټول صداقت او ایماندارۍ د ولس رایې ته ارزښت ورکړي ، د هیچا له ګواښ څخه ونه ویریږي ، د هیچا په ګټه قضاوت ونه کړي او د ټولو ارزښتونو په بنا د رایو پایلې اعلان او هغه کس چې د ولس د دومره ډیرو قربانیو او سالم رقابت په پایله کې ګټونکی دی په ډاډه ولس ته ور وپیژني .

او دا به د یو سوکاله پرمختللي او واحد افغانستان د یو نوي پړاو پرانیستل وي . په همدې هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *