د کتاب د نړیوالې ورځې او د ۱۳۹۶ کال د زري کړکي جایزو د ویشلو  په مناسبت غونډه د ۱۳۹۶ کال د ثور په ۳ نیټه په کتابښار کې جوړه شوې وه. په غونډه کې لومړی د قران عظیم الشان څو مبارک ایتونه ولوستل شول بیا د دې بنسټ مشر نجیب الله منلي خبرې وکړې. او د زري کړکي د کلنیو ادبي جایزو په اړه یې معلومات وړاندې کړل.

ورپسي د ولسمشر فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست پوهاند رسول باوري ، لیکوال او شاعر علم ګل سحر، لیکوال مجیب مهرداد، لیوال او ژباړونکی دوکتور لطیف بهاند، لیکوال او شاعر ومان نیازي، اسد دانش او د ولسمشر سلاکار نبي مصداق د موضوع په اړوند ویناوې واورولې.

د غونډې په پای کې د زري کړکي کالنۍ جایزې د سږکال د جایزو په ګټونکو وویشل شوې.

سږکال د زري کړکي د جایزي ارزوونکی پلاوي ګڼ شمېر ادبي اثار و ارزول او دغو لیکوالو او اثارو ته یې د ۱۳۹۶ کال د زري کړکي جایزې ورکړې

۱دوکتور لطیف بهاند – د تولستوی د اناکارینینا پښتو ژباړه


 
د نړۍوال ادب شاهکار ناول مخ په مخ له روسي ژبې پښتو ته ژباړل شوی دی. له اصلي ژبې څخه د سترو ناولونو ژباړل په پښتو ادب کې بې ساري کار دی چې استاد بهاند ورته د خپل ژوند لسګونه کاله وقف کړي دي. د ژباړې دقت او کیفیت یې په خپله هم د ستایلو دی.

۲حمیده میرزاد – «قطره یی مانده به دریا شدنم»


 
شعري ټولګه ده چې شاعره په کې خپل ښځینه احساسات په څرګند او نیم څرګند ډول بیانوي. ژبه یې ښکلې او بیان یې په زړه پورې دی.

۳نعیم آزاد – «د خیال څو توري مزل»


 
نعیم آزاد تکړه لیوال او شاعر دی. دا یې وروستۍ چاپ شوې شعري ټولګه ده. هم د مانا له اړخه له نوښته ډک شعرونه لري، هم یې ژبه پخه او خوږه ده او هم د شکل له پلوه د ستاینې وړ ده.

۴امیر مروج – «آخرین»
 
شعري ټولګه ده چې د نقاد رضا محمدي په وینا «تشه خیال پردازي یې له تیاتر او عکاسۍ سره ګډه کړې ده او د شعر ژبې ته یې نوی رنګ ورکړی دی»

۵احسان الله درمل – شعرستان


 
دا اثر د شعرپوهنې په باره کې سیسټماټیک بحث کوي. د شعر له تعریفه یې پيلوي او بیا په شعر کې د تخیل، عاطفې، فکر، آهنګ، ژبې او موسیقۍ په اړه مفصلې خبرې کوي. لیکوال په شعر کې د دغو توکيو د اهمیت، نقش او وظیفې په تناسب مناسب معلومات ورکړي دي. دی لکه څنګه چې پخپله وايي د دغو توکیو فیزیولوژي (وظیفه) بیانوي نه یې اناټومي (جوړښت). دا هغه څه دي چې په نورو کتابونو کې نشته. پر دې سربېره ښاغلي درمل نسبتاً نوي مفاهیم لکه پارډاکس، سېمبول، د شعر دروني شکل او نور مفاهیم داسې بیان کړي دي چې لوستونکی په آسانۍ ورباندې پوهېدای شي.

۶استاد علي پیام – «سایه روشن ها»
 
د ادبي نقدونو یوه مجموعه ده. استاد په کې د دري اوسنی شعر له نوو زاویو ارزولی دی.

له تېرو شپږو کلونو راهیسې په کابل کې د (زري کړکي) په نوم فرهنګي بنسټ د افغان لیکوالو، شاعرانو او څېړونکو د هڅونې په موخه د دوی اثارو ته جایزې ور کوي.

رومان سحر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *