ویاړم، چې له خپلې خوا او د پوهنې وزارت د مشرتابه پلاوي په استازیتوب د نوي ښوونیز کال د پیل په مناسبت، چې له پوهنې څخه د ملاتړ کال نومول شوی؛ د افغانستان علمپال ولس په ځانګړي ډول درنو ښوونکو، ګلالیو زده کوونکو او د پوهنې د سپېڅلي کاروان لارویانو ته د زړه له کومې مبارکي وایم.
لکه څنګه، چې پوهېږو، د ښوونیز نظام له متوازنې ودې او پياوړتیا او د وروستیو اکاډمیکو معیارونو پر بنسټ د باکیفیته او معیاري زده کړو له وړاندې کولو او د یوه واحد علمي ښوونیز نصاب له رعایتولو پرته، چې د معاصرې نړۍ له ټولو وروستیو پرمختګونو او علمي فنونو سره موازي وي نشو کولای خپل ګران هیواد د پرمختګ او انکشاف لوړو پوړیو ته ورسوو.
د پوهنې وزارت په درېم پنځه کلن ستراتيژیک پلان کې، چې همدا اوس عملي دی، په صراحت سره د تدریسي بهیر د کیفیت د ښه والي، د وزارت د سمون پروګرامونو د عملي کېدو او د پوهنې په نظام کې د هر ډول فساد د له منځه وړلو یادونه شوې، چې د پوهنې وزارت د اوسنۍ رهبرۍ مهم کاري لومړیتوبونه هم تشکیلوي.
موږ د همدې اهدافو او مشخصو پروګرامونو پر بنسټ نوی ښوونیز کال (پر پوهنې پانګونه، د هیواد پر راتلونکي پانګونه ده) تر شعار لاندې پیلوو او د پوهنې وزارت له ټولو مرکزي او ولایتي مسوولینو غوښتنه کوو، چې د پوهنې وزارت د طرحه شویو پروګرامونو د پلي کېدو په برخه کې، چې له شک پرته د افغانستان د سرلوړي ولس د هوساینې او د هېواد لپاره د یوه ښه راتلونکي هیلې له ځان سره لري هر اړخیزې او جدي هلې ځلې وکړي او د ملت پر وړاندې خپل ملي او دیني مسئولیت ادا کړي.
نړیوالو تجربو ښودلې، چې معارف هغه وخت وده او پراختیا مومي، چې ټول اړخونه یې د ښه والي او پرمختګ لپاره کار وکړي. له همدې امله د پوهنې وزارت له ټولو افغانانو، ملي سوداګرو، قومي مشرانو، دولتي او خصوصي ادارو او د هېواد له فرد- فرد څخه غوښتنه کوي، چې د هېواد له ښوونیز نظام او پروګرامونو څخه ملاتړ وکړي، چې وکولای شو ۱۳۹۷ کال د پوهنې د واقعي پرمختګ پر کال بدل کړو.
موږ په داسې حال کې، چې په نوي ښوونیز کال کې د نویو پروګرامونو خبره کوو د هېواد د ښوونیز نظام پر وړاندې د یو لړ ستونزو او ګواښونو له موجودیت څخه هم سترګې نشو پټولای. پوهنې وزارت یادو ستونزو او ګواښونو ته جدي پاملرنه کوي او انشاءالله یوه ډېره برخه به یې د افغانستان د خلکو په مرسته په نوي کال کې حل شي.
دغه راز به په نوي ښوونیز کال کې د رتبو او معاشونو نوی سیستم پلی شي، چې له مخې به یې درانه ښوونکي په دومدار ډول ترفېع کوي او له ګټو او امتیازاتو به یې برخمن کېږي. همدارنګه د سیمه ییزو معاشونو د سیستم او د پوهنې د سمون د پلان عملي کېدل، د تعلیمي نصاب او تشکیل پر ریفورم کار کول او د ۵۰ میلیونه جلده درسي کتابونو وېش زموږ په کاري لومړیتوبونو کې ځای لري. ددې ټولو ترڅنګ به سږ کال په لومړي پړاو کې ۸۰۰۰ مسلکي ښوونکي او په دویم پړاو کې ۱۳۰۰۰ مسلکي ښوونکي استخدام شي، چې د هېواد په ښوونیز نظام کې یو خورا مهم او تاریخي کار ګڼل کېږي.
یادو ټکو ته په پام سره به انشاءالله ۱۳۹۷ کال د پوهنې لپاره تر نورو کلونو یو متفاوت کال وي او دغه راز به د معارف ترڅنګ د افغانستان ټولو خلکو ته، چې د سولې او آرامۍ تږي دي، له سولې او ثبات ډک کال وي.
یو ځل بیا ټولو هېوادوالو ته د نوي ښوونیز کال د پیل مبارکي وایم او د هر افغان په ځانګړي ډول د پوهنې د لوی کاروان د لارویانو د بري او پرمختګ غوښتونکی یم.
درناوی
ډاکټر محمد ابراهیم شینواری
د پوهنې وزارت سرپرست
ABOUT THE BOARD OF EDUCATION; ATTENTION AFGHAN GOVERNMENT;
BOARD OF EDUCATION IS WIDE FROM DEFENSE MINISTERY,
IF BORD OF EDUCATION CHANGE FROM MINISTRY TO ONE COMMITTEE OF EDUCATION DEPARTMENT,
BOARD OF EDUCATION DIVIDE BY MULTI BRANCHES;
EACH BRANCH MUST CONTROL AND HEAD OF THAT BRANCH WILL
RESPONSIBLE FOR THAT BRANCH;
HOW LIKE THAT;
1/BRANCH OF PROGRAMMING OF EDUCATION STANDARD WITH WORLD/SCHOOLS EDUCATION PROGRAM NEED TO CHANGE.
2/BUILDING BRANCH RESPONSIBLE FOR ALL BUILDINGS FOR SCHOOLS,
3/BRANCH FOR BOOKS/SUPPLIES AND LOGISTICS
4/BRANCH FOR FEMALES RESPONSIBLE FOR ALL COUNTRY FEMALES SCHOOLS
5/BRANCH FOR MADARES WE HAVE TO REGISTER ALL MADARESS HOW MUCH NEED FOR THAT, IN COUNTRY.
5/WE HAVE TO PREPARE SPECIFIC SCIENCE HIGH SCHOOLS FOR SCIENCE&TECHNOLOGY HOW MUCH OUR COUNTRY NEED FOR THAT,
6/PRIMARY SCHOOLS&KINDER GARDENS BRANCH.
PRIVATE ASSOCIATES SCHOOLS,
7/MUST PREPARE STUDENT FOR MILITARY/POLICE AND AVIATION,
VACATIONAL PROGRAMS FOR POOR AND LOW INCOME FAMILY.
8/SOME PROVINCE MUST HAVE DROOM FOR HOMELESS STUDENTS
OR THE MISSING PARENTS,
AFGHANISTAN NEED TO MORE PROFESSIONAL PERSONAL IN DIFFERENT AREA. THANK YOU