تاند- په ډنمارک کې د شرابو د یوه بار څښتن وايي چې د ده د بار له کیلکسون څخه د روسي وډکا یو بوتل، چې دیارلس لکه ډالره یې ارزښت درلود، غلا شوی دی.

د ډنمارک په پلازمېنه کوپنهېګن کې پولیسو نن /چهارشنبه/ تایید کړه چې په پلازمېنه کې د (Café33) کفې ۳۳ په نوم بار ته یو غل ننوتی او د بار له شاتنۍ خوا څخه یې د ودکا د (Russo-Baltique) په نوم یو قیمتي بوتل وړی دی.

د بار خاوند براین اینګبیرګ (Brian Ingberg) د تلویزیون دوهم چاینل ته وویل «ما دا بوتل د روسیې له دارتز (Dartz) فابریکې څخه، چې د نړۍ تر ټولو قیمتي موټرونه او ودکا جوړوي، اخیستی و. هغه شپږ میاشتې زما د شرابو په کلیکسون کې و، خو نور نشته.»

امنیتي کمرو د غله عکسونه اخیستي خو ډېر واضیح نه دي

د روسو بوتیک ودکا په اړه ویل کېږي چې ارزښت یې په دې زیات شوی چې په بوتل کې یې ۳ ګرامه سره او ۳ ګرامه سپین زر کارول کېږي. پر دې سربېره د هغه د بوتل چرمي پوښ د مونت کارلو د ۱۹۱۲ م کال د ځغاستې د موټر دی.

اینګبیرګ وايي، سخت خوابدی دی. د ودکا دا بوتل د ده د کلیکسون د سر تاج و.

دی وايي«په ۱۲۰۰ بوتلونو کې چې لرم یې، دا یو ډېر ځانګړی و.»

دا بوتل په وروستیو کې وروسته له دې زیات مشهور شو چې په امریکايي سریال (هاوس اف کارډز) کې وښودل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *