تاند- څېړونکو د یوې بزو د بچي د سر ۱۳ ملیونه پخوانۍ کوپرۍ په کینیا کې موندلې ده.

دوی وايي چې دا بزو له اوسنیو بزوګانو سره ورته نه ده.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې، دا ۱۳ ملیونه پخوانۍ کوپرۍ (Alesi) نومول شوې ده.

څېړونکي اټکل کوي چې دا کوپرۍ د میوسین (Miocene) د دورې ده. په میوسین دوره کې په یوروایشیا سیمه کې راز راز بروګانې اوسېدې.

د موندل شوې بزو د سر کاسه له هیڅ اوسنۍ بزو سره ورته والی نه لري. څېړونکي باور لري چې دا کاسه د بزو د بچي ده.

ساینسپوهان د فوسیلونو او هډوکو د عمر لپاره ځان ته خانګړي میتودونه او وسایل لري.

2 thoughts on “د ۱۳ ملیون کاله پخوانۍ بزو د سر کاسه وموندل شوه”
  1. خبر جالب دی خو دا پوره نه معلومیږي چې له بزو نه هدف اوزه دی که شادي.‌که شادي وي باید بیزو ولیکل شي او یوه ځای کې خو ان برو یعنې په ر لیکل شوې ده او که هدف ترې اوزه وي چې ځینې خلک ورته بیزه وایي باید سمه ولیکل شي. مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *