په کابل کې د بسونو نوی جوړ شوی تمځای

تاند- (دوشنبه، د میزان ۱) د ترانسپورت وزارت وايي، ژر به په پلازمېنه کابل کې یو نیم زر ملي بسونه په کار پیل وکړي.

کابل ښاروالي او ښاریان وايي چې د دغو بسونو د فعالیت له پیلېدو سره به د موټرو بیروبار کم شي.

د ترانسپورت وزارت وايي، هند ورسره ژمنه کړې چې د بسونو لپاره د تمځایونو له جوړېدو وروسته افغانستان ته ۱۵۰۰ بسونه ورکوي.

په همدې حال کې کابل ښاروالي وايي، د ملیونونو افغانیو په لګښت یې په پلازمېنه کې د ښاری بسونو لپاره ۲۶۴ تمځایونه جوړ کړي دي.

د کابل ښاروالۍ ویاندې نرګس مومند حسنزۍ تاند ته وویل، اوس مهال دوی دې ته منتظر دي چې کله به د ټرانسپورټ وزارت دغو بسونو ته د فعالیت پیلولو اجازه ورکوي: «موږ منتظر یوو چې د کابل ښاریانو د ستونزو د حل لپاره ۱۵۰۰ بسونو ته د فعالیت اجازه ورکول شي، تر څو په ښاري ټرانسپورټ کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.»

د کابل ښاروالۍ ویندویه نرګس مومند همداراز وايي، په دې هیله چې په ښار کې ترافیک جام کم شي دا تمځایونه یې جوړ کړي او اوس د ترانسپورت وزارت ته انتظار دي چې ملي بسونه په کار واچوي.

ډېر خلک وايي، د دې لپاره چې عمومي ترانسپورتي وسایل نشته، مجبوره دي چې له شخصي موټر څخه کار واخلي چې په نتیجه کې یې په ښار کې له یوې خوا هوا خرابه شوې او له بلې خوا سړکونه بند وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *