تاند، شنبه، د میزان ۲۷مه: د هېواد په تقریبا نیمايي ولایتونو کې د ناامنۍ له کبله له ۲ میلیونو او ۲۹۴ زرو څخه زیات ماشومان له پولیو واکسینو محروم پاتې شوې دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، دا ماشومان زیاتره په هلمند، کندوز، نورستان، فاریاب، بغلان، جوزجان، غور، تخار، کاپيسا، کونړ، سمنګان، نیمروز، هرات، لغمان او ننګرهار کې د وروستیو ناامنیو له کبله له واکسینو محروم پاتې شوي دي.
د پولیو د له منځه وړلو د پروګرام مسوول میرجان راسخ وايي، کمپاینرانو یې د ناامنه ولایتونو له دلې یوازې په سرپل، میدان وردګو، بلخ او لوګر کې له کوم ګواښ پرته وکولی شول چې د واکسینو ۵ ورځنی پروګرام تطبیق کړي.
ښاغلی راسخ زیاتوي، سږ کال یې د پولیو کمپاین په ځنډ پیل کړ او ټاکل شوې وه چې ۸ نیم میلیونه ماشومان به واکسین کوي، خو په ۱۵ ولایتونو کې له دې کمپاین څخه له ۲ میلیونو او ۲۹۴ زرو څخه زیات ماشومان محروم شوي دي.
نوموړی وايي، تر ټولو زیات ۴۰۰ زره ماشومان په هلمند او ۳۶۰ زره ماشومان په کندوز کې له واکسینو بې برخې شوي دي.
افغانستان لا هم په هغو هېوادونو کې دی چې پولیو ناروغي په کې ورکه نه ده او سږ کال په کې تر اوسه ۱۶ د پولیو ناروغۍ پېښې ثبت شوې دي.