مطبوعاتې خبرپاڼه
د ۱۳۹۴ کال د وږي ۹ نیټه– کابل، افغانستان
د KPTL-RGM مشترک المنافع شرکت او سمیک کمپنۍ سره د ۱۵.۵ میلیون ډالرو په ارزښت د دوو بیلوبیلو تړونونو لاسلیک
د افغانستان برښنا شرکت د برښنا رسونې شبکو د پراختیا او خپلو ګرانو هیوادوالو ته د هیواد په مرکز او ولایتونو کې د لازیاتو خدمتونو د رسولو په لړ کې، د KPTL-RGM مشترک المنافع شرکت سره د ۲۲۰ کیلوولت سوچیارد د غځولو او د چمتلي ۱۱۰/۲۲۰ کیلوولټ سب ستیشن د پراخولو او له سمیک کمپنۍ سره له ترکمنستان څخه د ۵۰۰ کیلوولت لیږدونکي مزي پروژې لپاره د مشورې ورکولو په برخه کې تړون، د افغانستان برښنا شرکت په مرکزي دفتر کې لاسلیک کړ.
د ۳۶۶,۵۴۵,۹ دالرو په ارزښت تړون چې نن (دوشنبي) د روان کال د وږي میاشتي په ۹مه، د افغانستان برښنا شرکت او KPTL-RGM مشترک المنافع شرکت ترمنځ لاسلیک شو، موخه یې د کابل جنوب لویدیځ (ارغندي) ۲۰/۲۲۰ کیلوولت سب سټیشن قوي کولو لپاره د چمتلي سب ستیشن ته د ۲۲۰ کیلوولټ سوچیارد غځول، د ۱۶۰ میګاولټ امپیر ترانسفارمر په نصبیدو سره د چمتلي سب سټیشن د برښنا رسولو پیاوړې کول او د موجوده ۲۲۰ کیلوولټ سوچیارد د دوو ریزرفي برخو تجهیز دی.
نوموړي پروژه د برښنا د لوړ ولتاژ د شبکې او شمال ختیځي برښنا سیستم د لیږد یا ((NEPS یوه برخه ده، چې کار یې تفصیلي ډیزاین، د تجهیزاتو برابرول، جوړول، نصب، د چمتلي سب ستیشن ټسټ او منتاژ او د کابل جنوب لویدیځ ۲۰/۲۲۰ کیلوولټ سب سټیشن ته د برښنا انرژۍ ورکول دي.
ټاکل شوي دغه پروژه د ۲۰۱۷ زیږدیز کال د اګست په میاشت کې بشپړه شي.
همدارنګه دافغانستان برښنا شرکت له سمیک کمپنۍ سره د ۶ میلیون ډالرو په ارزښت یو بل تړون لاسلیک کړ، ددي تړون موخه له ترکمنستان نه د ۵۰۰ کیلوولټ لیږدونکي مزي چې د آقینې بندر، اندخوی او شبرغان څخه تیریږي ددغې پروژې سوپرویژن، عملي کول او څارنه ده.
همدارنګه له شبرغان څخه مزارشریف ته د ۲۲۰ کیلوولټ لیږدونکي مزي غځول، په اندخوی او شبرغان کې د ۱۱۰/۲۲۰ کیلوولټ سب سټیشنونو جوړول، د مزارشریف سب سټیشن پراخول او د هیواد جنوبي ولایتونو (لوګر، پکتیا او خوست) ته د ۰.۴/۲۰ کیلوولټ توزیعي شبکې په دغه تړون کې شاملې دي.
د یادې پروژې د بشپړیدو لپاره ۳۰ میاشتي (دوه نیم کاله) موده په پام کې نیول شوي چې له بشپړیدو وروسته به ګټې اخستنې ته وسپارل شي.
د افغانستان برښنا شرکت
د مطبوعاتو او عامه اړیکو دفتر