تاند- دا ۱۳ کلن هندی ماشوم، چې غاړه یې ۱۸۰ درجې کږه وه او همداسي زېږېدلی و، ومړ.
د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې د مهندرا اهیروار د غاړې عضلې له دې کبله چې په همدې بڼه زېږېدلی و، دومره کمزورې وې چې د سر د وزن زور یې نه درلود.
د دې لپاره چې مهندرا له دې عذابه خلاص شي ډاکترانو هڅه وکړه چې د جراحي عملیاتو په وسیله یې ورغوي.

د مهندرا مور وايي چې د غرمې د ډوډۍ له خوړولو څو ساعته وروسته مهندرا ته په داسي حال کې چې تلویزیون یې کوت، ناببره ټوخی پیدا شو او حال یې دومره خراب شو چې زړه یې ودرېد.