تاند – د ۱۸۰ هېوادونو وګړي کولی شي چې ایران ته د داسې وېزو په ترلاسه کولو سفر وکړي چې په ایران کې هوایي ډګر ته په رسېدلو سره به یې په اسانۍ سره په پاسپورټ کې لګول کیږي.
یورو نیوز د ایران د بهرنیو چارو د وزارت له قوله لیکی چې، د دغو هېوادونو اتباع تر دې وروسته کولی شي چې وېزې ته له غوښتنلیک ورکولو څخه پرته او یوازې د ایران د هوایي ډګرونو د دخولي ټاپې په لګولو سره په ایران کې پاتې شي.
د انګلستان، امریکا، پاکستان، اردن، سومالیا، بنګله دېش او عراق په څېر هېوادونه د وېزې د معافۍ په دغه لست کې شامل نه دي. د دغو هېوادونو اتباع مجبور دي چې په عادي توګه په خپلو هېوادونو کې د ایران سفارتونو ته مراجعه وکړي او د قانوني مراحلو له طی کولو څخه وروسته د ایران وېزې ترلاسه کړي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند حسین جابري انصاري وایي چې، دغه پرېکړه له دې امله شوې چې د بهرنیانو په راتګ سره په ایران کې د سیل او سیلګرۍ صنعت ته وده ورکول شي. تر اوسه د دغې تګلارې د اجرأ دقیق وخت نه دی اعلام شوی خو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وایي چې ډېر ژر به د یوې بیانیې په ترڅ کې د وېزې لغوه کول اعلام کړي.
دا مهال یوازې د اذربایجان، لبنان، ترکیې او سوریې اتباع کولی شي چې په اعظمي توګه د ۹۰ ورځو په مخه له وېزې څخه پرته ایران ته سفر وکړي.
که د ۱۸۰ هېوادونو اتباع د ایران د وېزې له ترلاسه کولو څخه معاف شي دا به سیلګران تشویق کړي چې له معمول څخه په ډېر شمېر کې ایران ته سفر وکړي، او په دې توګه د ګرځندوی له څانګې څخه ایران په لوړ مقدار عواید ترلاسه کړي. ویل کیږي چې، د افغانستان اکثر لرغوني اثار د برهان الدین رباني او د طالبانو د واکمنۍ پر وخت یا بهرنیو هېوادونو ته قاچاق کړای شول او یا هم ځای پرځای ویجاړ کړای شول او په دې توګه یې بې وزلی افغانستان د سیالانو له سیالۍ څخه شا ته پاتې کړ.