تاند، جمعه، د جدي ۲۰مه: د ټاکنیزو شکایتو کمیسیون په پام کې لري چې د هیواد په ۱۸ ولایوتو کې د ۱۶۴۵ محلونو رایې سر له سبا څخه بیا وشمیري.

مسوولان وایي، له دې منځه ۷۰۰ محلونه په ننگرهار کې، ۲۴۸محلونه په کونړ، ۱۷۷ محلونه په نیمروز، ۷۰محلونه په تخار، ۶۶ محلونه په غزني، ۶۲محلونه په بدخشان، ۲۶ محلونه په پکتیکا، ۶۱ محلونه په زابل، ۵۹ محلونه په هرات، ۵۱ محلونه په غور، ۴۴ محلونه په پروان، ۱۸ محلونه په لوگر، ۴۳ محلونه په لغمان، ۳۹ محلونه په کندز، ۱۷محلونه په بلخ، ۶محلونه په بغلان، ۴ محلونه په سرپل او یو محل هم په پنجشیر ولایت کې بیا له سره شمیرل کیږي.

د چارواکو په وینا دا ځل رای شیمرنه کې به یې ټوله توجه دې ته وي چې څنګه؟ تر وخت وړاندې یا وروسته کارول شوې رایې معلومې، بې دلیله باطلې شوې رایې تفکیک او د اصلي بایومتریک او غیر بایومتریک شویو رایو ترمنځ تفاوت روښانه شي.

کمیسیون وایي چې ارزگان، بادغیس، فراه، جوزجان، فاریاب، سمنگان او نورستان بیا شمیرنې ته اړتیا نه لري خو ۸ نور ولایتونه تر څیړنې لاندې دي.

د یادونې وړ ده چې د ټاکنو کمیسیون په لومړي پړاو کې اشرف غني ګټونکی اعلان کړ، چې اوس یې د شکایتونو کمیسیون د نوماندانو د شکایتونو د ارزونې پر اساس په هکله وروستۍ پریکړه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *