تاند- د امریکا پولیسو په نیویارک کې د غلو یوه غدۍ (ډله) نیولې چې په تېرو اوو کلونو کې یې له خلکو د ۱۹ ملیون ډالرو په ارزښت ایفونونه غلا کړي وو.
پولیس وايي چې تراوسه پورې یې د دې ډلې ۶ غړي نیولي دي.
لومړی ځل په اپریل کې د دې ډلې ځینې کسان وپېژندل شول.
دا غله په نورو جرمونو هم تورن دي لکه غولوونکي ایمیلونه به یې خلکو ته استول او له دې لارې به یې له خلکو غلاوې کولې.
تر دې مخکې په نیویارک او اوريګان کې دوې نورې ډلې په کیسه بُرۍ او جعلکارۍ ونیول شوې.
یوې یې د یو ملیون ډالرو په ارزښت ایفونونه غلا کړي وو او بلې د لکونو ډالرو په ارزښت جعلي ایفونونه پلورلي وو.