د افغانستان د کرکټ  ۱۹ کلنو ملي لوبډله د پاکستان د ملک اکاډمۍ له لوبډلې څخه د پنځو لوبو لړۍ درې په دوه لوبو وګټله.

دا سیالۍ تیره اونې د ننګرهار ولایت  د غازي امان الله خان په نړیوال لوبغالي کې پیل شوې وې او نن پای لوبې ترسره کیدو سره دافغانستان په اتلولۍ پای ته ورسیدې.

تر دې مخکې دواړو لوبډلو دوه دوه لوبې ګټلې وې ،  پنځمه او وروستۍ لوبه نن ترسره شوه.

د افغانستان د ۱۹ کلنو  ملي لوبډله لومړی لوبه وکړه او په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځیدو یې ۲۷۹ منډې جوړې کړې، دافغانستان له لوري یونس خان احمدزي ۸۰، رحیم منګل ۴۹ او مجتبي ۷۳ ناسوځیدلې مندې جوړې کړې.

د پاکستان د ملک اکاډمۍ کرکټ لوبډله یاد هدف ترلاسه نه شو کړای او ټوله لوبډله یې په اته څلویښتم اور کې په ۲۱۰ منډو وسوځیدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د ۶۹ منډو په توپیر سره وګټله. د ۱۹ کلنو ملي لوبډلې له لوري شرف الدیف شرف ۴ او مجتبی ۲ لوبغاړي وسوځول.

د ملک اکاډمۍ له لوري طارق په دې سیالیو کې ۲۷۹ منډو جوړولو سره ددې سیالیو غوره لوبغاړی اعلان شو، د افغانستان یونس احمدزی غوره توپ وهونکی او د ملک لوبډلې سعید افریي ۱۴ لوبغاړو سوځولو سره غوره توپ اچوونکی اعلان شو.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس ډاکټر نور محمد مراد د ملک اکاډمۍ له مسوولینو مننه وکړه، چې ددوی په بلنه ننګرهار ته دسیالیو لپاره راغلل.

هغه د ۱۹ کلنې ملي لوبډلې دا لوبې ډیرې ارزښتناکې وبللې او زیاته یې کړه چې دې سره نه یواځې دوی ته د ښو تمریناتو زمینه برابره وه، بلکې تجربې یې هم زیاتې شوې.

ډاکټر مراد په دې سیالیو کې د ملي ۱۹ کلنو لوبډلې د لوبغاړو د ښې لوې ستاینه وکړه او هیله یې څرګنده چې دوی به په راتلونکو سیالیو او نړیوال جام کې خپله وړتیا وښیی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *