تېره ورځ په فیسبوک کې یو دوست لیکلي و چې ( د بل څپيړه دومره زور نه غواړي لکه خپله بې وسي)، زه خو وایم خبره یې د کاڼي کرښه ده.

له هغې شیبې چې ۲۰۱۱ کال نړۍ ته رانوی شو نو د افغانانو په تېره پښتنو لپاره د کړاونو او غمونو یو نوی باب چې تر پخوانو پیاوړی ښکاری پرانیستل شو او د کال تراخیره دي نو خدای خیر کړي.

لا مې سهار نهه بجې خپل سړو وهلي هډونه د لمر وړانګو ته نه و تاوده کړي چې د انټرنیټ پر پاڼو مې په کندهار، هلمند، ننګرهار، خوست ، کندز او نورو سیمو کې د بهرنیو ځواکونو د عملیاتو خبرونه ولوستل او پکې ادعا شوې چې لسګونه وسله وال مخالفین وژل شوي او سلګونه نور یې ژوندي نیولي خو د سیمي اوسیدونکو بیا ډیری قربانیان ملکیان بللی و، حقیقت چې هرڅه و خو دا خبره روښانه وه چې په بیا د جګړه ځپلي هېواد په ګوټ ګوټ کې لسګونه افغانۍ کورنۍ د غم په ټغر ناستې دي.

د جنوري پر همدې لمړۍ ورځ غرمه مهال رسنیو پر شمالي وزیرستان د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو خبرونه خپاره کړل چې له امله يې نژدې دوه درځنه خلک مړه او ژوبل شوي و چې پاکستانیو چارواکو او ناټو وسله وال سخت دریځي بلل او د سیمي اوسیدونکو بیا ویل چې ډیری قربانیان د سیمي عادي وګړي دي دلته هم که حقیقت هر څه و خو دا خبره واضحه وه چې لسګونه پښتنې کورنۍ د خپلو زلموټو  پر ټوټې ټوټې جسدونو د ویر ساندې وايي.

خبري رسنۍ په تیره انټرنیټ په لعنت لړلې وسیله ده چې هر ځای څه پيښه وي بس په څو شیبو کې يې تر تا رارسوي او د جنوري پر اوله بیا د رسنیو د رپوټونو له مخې د هېواد په لر اوبر کې په ترافیکي پيښو کې لسګونه کسان مړه او ټپیان شول.

د دغې ورځي تر ټولو دردونکو او لړزونکی خبر د هغو افغان بې وزله مهاجرو ځوانانو وحشیانه وژنې وې چې د ایران د جابرو ساتونکو له لوري ورسره د ټولو اسلامي او بشري اصولو خلاف ناروا ظلمونه وشول. دغه غریب ځوان افغانان چې له مجبورې ورځې د ځان او خپلې کورنۍ لپاره د یوې ګولې ډوډۍ د پیداکولو په موخه له خپلې کورنۍ او وطن څخه په سلګونو میله لرې تللی تمه یې لرله چې په ډکو جیبونو او خوشاله څېرو به بیرته خپلو کورنیو ته راګرځي خو د انسان په نوم ایراني څلور بولو یې دغه هیلي تر خاورو لاندي کړې او ددې پر ځای چې په ډکو جیبونو خپلو کورنیو ته را وګرځي په وجودسوري سوري یې کورنیو ته وسپارل شول، او خدای خبر چې څېری د پيژندلو وې او که؟؟؟

که سړی د افغانانو غمېزي شمېری نو فکر کوم چې ناممکن به وي ځکه له دغو څو پيښو ور اخوا چې موږ یادې کړې معلومه نده چې څومره افغانان به د مخامخ جګړو، بمي چاودنو، ترورونو، تربورګلویو، لوږې، ناروغیو، وهلو ټکولو، رواني ستونزو او نورو طبعي او قصدي عواملو له کبله مړه شوي او څومره نور کسانو به د دغو کسانو په مرګ غمجن وي.

کله چې د کال لمړۍ ورځ زموږ لپاره دومره بدمرغي له ځان سره راوړي نو که خدای مه کړه د کال په هره ورځ دغه حال وي نو تاسي فکر وکړي چې ایا موږ به د کال تر پایه د دغه حالت د زغملو توان ولرو؟ ایا موږ دومره ګناهکار یو چې باید دغسي کړنې راسره وشي؟ دا رښتیا ده چې نه موږ د دومره غمونو د ګاللو توان لرو او نه هم دومره مجرمین چې باید دغسې سزاګانې ومنو، بلکه موږ نن بې وسه یو او ددې توان نلرو چې د هغو کسانو ګریوان ته لاس واچو چې زموږ په ژوند لوبي کوي او دا هغه خبره ده چې موږ تر هرڅه زیات ورته ځوریږو، نو باید چې د افغان ملت هر بچي که د طالب په نوم وي که دعسکر، که د انجینر، که د ډاکتر، د سفیر، وزیر، رییس ، بزګر، معلم، مامور، دوکاندار، قوماندان، او … هر څوک چې وي دغو غمیزو ته پام وکړي او د خپل ځان او خپل ملت د ژغورلو لپاره د خپل وجدان او ایمان له مخې هغه څه چې په وسه یې وي دریغ نه کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *