تاند – د کرکټ د پنځوس اورونو په نړیوال جام کې نن افغانستان په تاریخ کې د لومړۍ ځل لپاره لومړۍ مسابقه کوي.
د ۲۰۱۵ کال په نړیوال جام لوبو کې افغان لوبډله هغه ډله ده چې د لومړي ځل په مخه یې د ګډون چانس پکې ترلاسه کړی دی. دا لوبې د فبروري له ۱۴ په استرالیا او نیوزیلنډ کې پیل شوې دي.
افغانان هیلمن دي چې له بنګله دیش سره به نننۍ لوبه وګټي. د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کپتان محمد نبي په استرالیا کې یوې خبرې غونډې ته وویل چې لوبغاړي یې ډاډه دي او دی هم په دې هیله میدان ته ورځي چې لوبه به ګټي.
بنګله دیش سربیره پر دې چې د کرکټ د نړیوالې شورا دایمي غړی دی، له افغان لوبغاړو څخه ناڅه ویره لري او د بنګله دیش رسنیو لیکلي دي چې د افغانستان له یو شمیر لوبغاړو سره باید په احتیاط چلند وشي.
د بنګه دیش دننه یو سوداګر خو ژمنه کړې ده، هر هغه بنګالي لوبغاړي چې اصغر ستانکزی ژر وسوځاوه هغه ته به ۱۵۰۰۰ډالر جایزه ورکړي، چې د دې په ځواب کې په افغانستان کې هم دوو سوداګرو افغان ټیم ته د جایزو اعلان وکړ، په دې شرط چې له بنګه دیش څخه ننۍ لوبه وګټي.
د لوبې اهمیت:
د افغانستان د کرکټ ننۍ لوبه له بنګله دیش سره د دواړو لوبډلو لپاره د ډیر اهمیت وړه ده. بنګالیانو که دا لوبه وګټله نو هیله به یې پیدا شي چې له الف ګروپ څخه دوهمې مرحلې ته ووځي او د دې ګروپ په څلورو پیاوړو ټیمونو کې حساب شي. افغانستان ته بیا دا لوبه له څو اړخونو مهمه ده، که چیرته افغان لوبغاړي ننۍ لوبه وګټي، نو یو خو به یې د کرکټ د نړیوالې شورا یوه دایمي غړي هیواد ته ماتې ورکړې وي، بل پلو به افغان لوبغاړې راتلونکو لوبو ته ډاده شوې وي او امید به لري چې نورې لوبې به هم وګټي، دریم امتیاز یې دا دی چې دا به په یوه ورځني نړیوال جام کې لومړي ځل وي چې افغانستان لوبه ګټي.
د افغانستان د ټیم لپاره تر ټولو مهم امتیاز دا دی چې په نړیوال جام کې یې د ګډون حق ترلاسه کړی دی او دې مرحلې ته رسیدلی دی، خو بنګالیان داسې نه دي دوی په دې نیت په دې جام کې برخه اخیستې ده چې وړاندې به ځي، لوبې به ګټي او دوهمې مرحلې ته به وځي.
افغانانو ته همدا باید کافي وي چې دې مهم نړیوال جام ته بریالي شوي دي. په نړیوال جام کې د لوبېدو چانس د افغانستان لپاره لوی بری دی. باید زیاته توقع ونه لرو او د ځینو پاکستانیانو په شان د بایلنې په صورت کې تلویزونونه مات نه کړو او خپل لوبغاړي ونه ښکنځو.
د نننۍ لوبه مهم لوبغاړي:
د افغانستان په لوبډله کې چې تر اوسه رسنیو نسبتا ډیرې تبصرې پرې کړې دي، یو هم عثمان غني دی چې د روان نړیوال جام تر ټولو زلمی لوبغاړی دی. د افغانستان په لوبډله کې نړیوالو رسنیو حمید حسن هم ستایلی دی چې تر اوسه یې په ۲۴ یو ورځنیو لوبو کې ۴۶ لوبغاړې سوځولي او په اوسط ډول یې ۱۸و۹۳ منډې ورکړې دي. د حمید حسن ښه باولنګ په یوه لوبه کې د ۴۵ منډو په وړاندې د پنځو لوبغاړو سوځیدل دي.
د بیټنګ په برخه کې افغان ټیم نوروز منګل ته هیله لرې، ځکه چې دی او محمد نبي هغه لوبغاړې دي چې مشترکې نومرې جوړولی شي او که اړتیا وي چې لوبه ورو شي دوی یې ورو کولی شي البته په دې برخه کې اصغر ستانکزی هم باید یاد شي.
د بنګله دیش په ټیم کې د نړیوالو رسنیو له مخې مهم لوبغاړی یو هم شکیب الحسن دی چې ۱۴۱ یو ورځنۍ لوبې یې کړې دي او ۱۸۲ ویکټه یې اخیستې دي. شکیب الحسن د ۳۴ اعشاریه ۵۸ په اوسط منډې هم په دې مسابقو کې جوړې کړې دي.
د بنګله دیش تمیم اقبال بیا هغه لوبغاړی دی چې ډیرې تیزې منډې جوړوي او اکثر لوبغاړو یې د افغان لوبغاړو په پرتله ډيرې لوبې کړې دي.
نن به معلومه شي چې تجربه کار کوي که پیاوړی احساس لوبه ګټي چې افغانان یې لري.