تاند- د افغانستان کرکټ ټیم د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام لوبو ته لاره پیدا کړه او له ټاکلي جدول سره سم به افغانستان خپله لومړۍ لوبه د ۲۰۱۵ کال د فبروري په ۱۸ له بنګله دیش سره وکړي.
بله لوبه به یې له سریلانکا سره وي، دریمه یوه به یې له نیوزیلنډ سره وي او بیا به د مارچ په ۱۳ په سیډني کې له انګلستان سره لوبه کوي.
افغانستان د اکتوبر په ۴ په عربي متحد اماراتو کې د کینیا لوبډلې ته په اوو ویکټو ماتې ورکړه او په دې ډول یې په نړیوال جام لوبو کې د برخه اخیستنې چانس ترلاسه کړ.
د ۲۰۱۵ کال په نړیوال جام لوبو کې د الف ګروپ اسانه نه دی. انګلستان د نړۍ یو پیاوړی ټیم دی، استرالیا د نړۍ بله پیاوړې ډله ده او لوبه یې هم په خپل کور کې ده، نیوزیلنډ هم کوربه هیواد دی له سیمې سره اشنا دی او دا ځکه چې د راتلونکي پنځوس اورویزو لوبو کوربه استرالیا یوازې نه ده یو شمیر لوبې به په نیوزیلنډ کې هم کیږي. سریلانکا بیا له افغان ډلې سره یو ډول بلده لوبډله ده، څو کاله مخکې افغانانو به سریلانکا کې تمرینات ترسره کول او بنګله دیش هغه تکړه ټیم دی چې ښایي افغانان ماتې ورکړي.
خو د دې لپاره چې په دغسې یوه سخت ګروپ کې افغانان ځانونه ثابت کړي د افغانستان کرکټ بورډ ته پکار دي چې سر له اوسه په بیلابیلو هیوادونو کې د کرکټ مسابقې وکړي، خپل نوي لوبغاړي وازمویي او د افغانستان دننه هم د ولایتونو په کچه مسابقې زیاتې کړي.
افغانستان د هوا له پلوه یو ښه امتیاز لري، هغه دا دی چې په ژمي کې په جلال اباد، خوست او کندهار کې لوبې کیدای شي او په اوړي کې په کابل او د افغانستان په شمال کې.
د دې لپاره چې راتلونکی نړیوال جام په استرالیا او نیوزیلنډ کې ترسره کیږي او هلته د کرکټ پیچونه تیزو باولرانو ته مناسب وي، نو افغان ډلې ته پکار دي چې تیزو باولرانو ته توجه زیاته کړي. سپین باولران بیا د دې لپاره پکار دي چې کله ناکله میدان دوی ته مناسب وي او د نیوزیلنډ، استرالیا او انګلستان ډلې د بنګله دیش او سریلانکا په پرتله سپین ښه نه شي لوبولی. البته ځیني کرکټ څیړونکي له دې خبرې سره ښایي همغږه نه وي.
د افغانستان کرکټ ټیم ته دا هم پکار دي چې د سر لوبغاړي یې سره یوه جوړه شي، اوس کله کریم صادق له شهزاد سره لوبیږي کله بیا نوروز منګل له شهزاد سره لوبې ته ولاړ وي. که چیرته د پیل یوه نبستا دایمي جوړه تر نړیوال جام لوبو افغانان پیدا کړي، ګټه به یې کړې وي، ځکه چې دغه جوړه به د یوه بل له لوبې سره بلده وي، په منډه به یې د سوځیدو چانس کم شي او که یو تیز لوبیږي بل ورو کیږي.
د افغانستان په لوبډله کې په تیرو څو کلونو کې کله ناکله اووه تنه باولنګ کوي، ګومان کوم غوره به دا وي چې تر نړیوال جام لوبو پورې هغه کسان چې د باولنګ لپاره غوره شوي وي هغوی په دوستانه مسابقو کې باولنګ وکړي ګټه به مو کړې وي.
افغان ډله د فیلډینګ تجربې ته هم اړتیا لري د دې لپاره عربي متحد امارات د تمرین لپاره ښایي مناسب وي، ځکه چې چمنونه یې هوار دي او د استرالیا او نیوزیلنډ میدانونه بیا ډير هوار دي، خو په کابل، جلال اباد او خوست کې چې کوم میدانونه شته ښایي د فیلډینګ لپاره ښه نه وي. د دې ستونزې د هواري لپاره کیداي شي چې د افغانستان دولت د یوه مناسبت میدان د جوړیدو تکل وکړي او په دې برخه کې د کرکټ له نړیوالې شورا مرسته وغواړي.
رښتیا چی ښه مطلب وو، تیره ورځ د کرکټ نړیوالی شورا لیکلی وو چی تر 2015 نړیوال 50 اوریږ جام پوری 500 ورځی پاتی دی،[ چی کافی وخت دی تر څو افغان لوبډله د 50 اوریزو لوبو لپاره پکی ځان چمتو کړی.
افغانستان د 50 اوریزو لوبو لپاره ډیر کار ته اړتیا لری په خاص ډول د توپوهنی په برخه کی سره ددی چی په بالنګ یا توپ اچونه کی مونږ ښه یو ولی د ڼړیوالو جامونو لپاره کفایت نه کوی که چیری مونږ د نړیوال جام د پاره یو یا دوه نور توپ اچوونکی چی د توپ اچونی سرعت یی د 140 کیلومتر پر ساعت په شاوخوا کی او ښه د توپ اچونی دفت ولری پیدا کړو دابه زمونږ د ټیم د تیزو توپ اچوونکو د برخی لپاره کافی وی او ددی کار لپاره ضرور ده چی کرکت بورد مشخص پروګرامونه په پام کی و نیسی ځکه زمونږ دوه لومړی مسابقی دداسی ټیمونو سره دی چی د پاتی دریو ټیمونو په پرتله د تیزی توپ وهنی سره نسبتاً مشکلات لری لکه بنګلدیش او سریلانکا او، د بنګلدیش او سریلانکا په پرتله د افغانستان مثبت لوری هم همدا دی چی په افغانستان کی د تیزی توپ اچونی استعداد زیات دی نسبت دی دوه هیوادونو ته که کرکت بورد په دی برخه کی مشخص پروګرامونه په پام کی و نیسی