کابل – ۲۱ سپټمبر ۲۰۱۵
د اتصالات مخابراتي شرکت د ۲۰۱۵ کال د mHealth د سایکل ځغلوني په سفر کې چې د ۲۰۱۵ کال د سپټمبر له ۳ څخه تر ۱۲ پورې یې دوام درلود ګډون وکړ. دا سیالۍ د ۱۵۰۰ کیلو مټره په واټن د بلژیک هیواد د بروکسل ښار څخه پیل او د سویس هیواد په ژینوا ښار کې پای ته ورسیدې.
په دې سیالیو کې ۱۱ سایکل چلوونکو او د عربو متحده اماراتو په ۱ شکرې (خوږې) ناروغۍ اخته یو پیریدونکي د اتصالات ګروپ په استازیتوب ګډون وکړ.
د اتصالات افغانستان اجراییوي مشر ډاکټر صلاح زرق الراس په دې اړوند وویل؛ د شکرې (خوږې) ناروغي په نړۍ کې یوه چټکه خوریدونکې ناروغۍ ده. اوس ددې ناروغۍ څخه ډير خلک ځوریږي او اړتیا لیدل کیږي چې همدا اوس ددې ناروغۍ د له مینځه وړلو لپاره ګام پورته شي.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه، ددې سیالیو په لاره اچول مرسته کوي، چې د ټیلیفون له لارې د حل نوې لارې وازمایو او پراختیا ورکړو، ترڅو دا ستره ننګونه لرې او ددې ناروغي د له مینځه وړلو لپاره د لاسرسۍ وړ اسانې لارې ومومو ترڅو دا نارغان یوه ښه راتلونکې او روغ ژوند ولري.
د اتصالات افغانستان سایکل ځغلوونکي احمد شکیب وویل؛ پدې ډول یو مهم او لوی کمپاین کې ګډون کول مرسته وکړه چې یو واقعي افغانستان نړۍ ته وروپیژنو او په څنګ کې د افغانستان د لوبو ډګر لپاره هم یوه ستره لاسته راوړنه ده.
نوموړي په افغانستان کې د لوبو په ډګر کې د اتصالات له مرستې او ملاتړ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، په دې سیالیو کې د اتصالات د نړیوالې کورنۍ په توګه د ګډون موخه نړیوالو ته د سولې پیغام رسول او د هر ډول بشرپالنې څخه زمونږ ملاتړ دی.
د ویلو وړ دی، چې د اتصالات سایکل چلوونکي د سایکل چلولو په کالیو کې په پرمختللو دستګاوو سنبال وو. دې دستګاوو د اتصالات د ځانګړو اپلیکشنو څخه په ګټې اخیستنې د هغوی د ورځني ژوند لازم معلومات په موبایل کې د علمي څیړنو لپاره چمتو کول.
دا سیالۍ په درې مرحلو باندې ویشل شوې وې، لومړنی مرحله چې له بروکسل څخه پیلیده او دوه ورځې وروسته په پاریس کې پای ته رسیده، دوهمه مرحله له پاریس څخه پیل او په فرانسه کې پای ته رسیده او دریمه مرحله چې له بلفورت څخه پیل شوې او د سویس هیواد په ژنیوا ښار کې د سلګونو لیدونکو په شتون کې پای ته ورسیده.
د ۲۰۱۵ کال د “mHealth” دې ستر ټور په لاره اچولو موخه د دیابت ناروغي په هکله عامه پوهاوی وو، چې اوس مهال د نړۍ ۳۸۷ کسان پرې اخته دي او بله موخه یې د ټیلیفون له لارې د شکرې ناروغ باندې د اخته کسانو د سلامتیا معلومول دي چې په موبایل کې د اپلکشن له لارې معلومیږي.
د خوږې (شکرې) ناروغۍ د فدراسیون د څیړنو له مخې به تر ۲۰۳۵ کال پورې په ټوله نړۍ کې ۵۹۲ میلیونه کسان د خوږې (شکرې) په ناروغۍ اخته شي.
د افغانستان اتصالات په اړه:- د افغانستان اتصالات د اتصالات مخابرتي ګروپ یوه څانګه ده، چې مرکزی دفتر یې د عربو متحده اماراتو کې موقعیت لري او د نړۍ یوه له سترو مخابراتي کمپنیو څخه ده. اتصالات په ۲۰۰۷ کال کې په افغانستان کې خپلې چارې پیل کړې، اتصالات د غوره خدمتونو په وړاندې کولو سره اوس د هیواد یوه له پرمختللو مخابراتي کمپنیو څخه ده، چې تر ۴ ملیونه څخه ډیر فعاله پیریدونکي لري. اتصالات په هڅه کې دی، چې د غوره کیفیت، نویو خدمتونو، ټیټو بیو او د هیواد په هر ولایت کې د پراخه پوښښ په درلودلو سره بازار کې غوره ځای ومومي.
له ۲۰۰۷ کال راپدیخوا اتصالات له۳۰۰ ملیونه ډالرو څخه ډیره پانګونه کړیده او لومړۍ مخابراتي کمپنۍ ده چې په افغانستان کې د 3.75G خدمتونه وړاندې کړل.
دلاډیرو معلوماتو لپاره www.etisalat.af او یا هم www.facebook.com/etisalatafg ویبپاڼو څخه لیدنه وکړئ