ژباړه: واحدالله “واحدي”
د نړۍ لسو ټاپ یا لسو لویو کمپنیو د لومړي ځل لپاره (اپل کمپنۍ) ته ښه راغلاست وویل. د کلفورنیا د دې کمپنۍ، چې پانګونه یې 215 بېلیون (ملیارد) ډالره ده او د نړۍ له ډیرو مهمو کمپنیو شمېرل کېږي، سره له دې چې د تېر کال په ترڅ کې د خرڅلاو د کچې راپور کم ښودل شوی و، خو بیا هم دې لېست ته شامله شوه. نو وړاندې تر دې چې اپل په ټاپ لسو کمپنیو کې راشي، یو ستونزمن او سخت کال یې تېر کړی و، نو د اپل کمپنۍ ارتقا، د نړۍ ټاپ لسو کمپنیو د زغم کال بلل کېده.
د لسو ټاپ کمپنیو لېست ته د ډېرو نورو کمپنیو په ځانګړې توګه د تېلو د کمپنیو د شامېلېدو چانس ډېر وو، خو دې کمپنیو ته په تېرو اتلس میاشتو کې د تېلو ټیټو بیو سخت ټکان ورکړ، په داسې حال چې د جرمن موټر جوړونې Volkswagen کمپنۍ د ډیزلي نقلیه وسایلو په اړه د غلطو معلوماتو او د غلطو انتشاراتو په واسطه ونه شوای کړای، چې په دې لېست کې د پام وړ ځای ونیسي.
Wal-Mart چې یوه امریکایۍretail giant کمپنۍ ده او د بریتانیا ASDA Stores Ltdدرلودونکې هم ده، د درېیم ځل لپاره د لېست په سر کې پاتې شوې وه؛ په داسې حال کې چې د وال مارت ټولیز خرڅلاو په 2015 کال کې کم ښودل شوی و.
د لویو کمپنیو د لېست اېدېټر وویل، د نړۍ لویو کمپنیو د تېرو څو کلونو په اوږدو کې په شاه تګ کړی او د دوی مجموعي سرمایه له 31.2 ترېلیون ډالرو څخه په 2014 کال کې 27.6 ترېلیون ډالرو ته په 2015 کال کې را ټیټه شوه چې 11.5 سلنه ټیټوالی پکې راغلی دی، په دې کې ګټه په 11.2 سلنه یعنې 1.48 ترېلیون ته راښکته شوه.
- Wal-Mart
وال مارت یوه امریکایۍretail giant کمپنۍ ده، چې کلنۍ عاید 482 بېلیون ډالره دی او په لندن کې د ASDA Stores ltd. درلودونکې هم ده، همدا راز د500 لویو کمپنیو په سر کې ځای لري چې له 1995 کال را په دې خوا یې یوولس ځله دا ځای خپل کړی دی.
- State Grid
سټېټ ګریډ د نړۍ د برېښنا له لویو کمپنیو څخه شمېرل کېږي چې د چین دولت پورې تړلې ده او د چین ملي شبکې مسولیت هم په غاړه لري او کلنی عاید یې 330 بېلیون ډالره دی.
- China National Petroleum
د چین د نفتو ملي کمپنۍ یا CNPC د چین دولتي کمپنۍ ده چې د نړۍ د تېلو یا نفتو له لویو کمپنیو شمېږل کېږي. دا کمپنۍ په منځنۍ اسیا هېوادونو او روسیه کې خپل فعالیت پر مخ وړي. چې کلنی عاید یې 299 بېلیون ډالره دی.
- Sinopec Group
سینو پیک ګروپ،دا ګروپ هم د چین هېواد د ګروپ کمپنیو څخه شمېرل کېږي، چې د نړۍ د لسو ټاپو شرکتونو په کتار کې راځي. نوموړی ګروپ د تېلو او نورو کمیاوي موادو فعالیت پر مخ وړي، دا شرکت د هانکانګ ایالات د کمپنیو په لېست کې ځای لري او کلنی عاید یې 294 بېلیون ډالرو ته رسېږي.
- Royal Dutch Shell
دا کمپنۍ هم چند ملیتي یا Multinational بریتانوۍ کمپنۍ ده چې د تېلو او ګاز صنعت پر مخ وړِ او مرکز یي په هالند کې دی، چې د تېلو او ګاز د شپږو لویو کمپنیو په کتار کې هم راځي او د 2016 کال د عایداتو په اساس د نړۍ شپږو لویو کمپنیو شمېرل کیږي، چې کلنی عایدات یې 272 بېلیون ډالرو ته رسېږي.
- Exxon Mobil
په 1998 کال کې د اګزون او موبایل په نامه دوه کمپنۍ سره یو ځای شوې او د اګزون مبایل په نامه یې یوه لویه کمپنۍ جوړه کړه، دا کمپنۍ د ګازو او تېلو صنعت پر مخ وړي. اګزون مبایل یوه امریکایۍ کمپنی ده، چې مرکز یې په تګزاس ښار کې دی او د خپلو کارونو یوه برخه ESSO په نامه په بریتانیا کې پر مخ وړي.
- Volkswagen
ولکس ویګن یوه جرمنۍ موټر جوړونکې کمپنۍ ده چې کلنی عاید تر 237 بېلیون ډالرو پورې رسېږي. دې کمپنۍ هغه وخت ډېر سخت حالت احساس کړ کله چې په 11 مېلیونو ډیزلي موټرونو کې دیوه سافترویر دانستال په اړه غلط معلومات خپاره شول. خو د کمپنۍ ګټې ته دومره ضربه ونه رسېده، څومره چې په اول کې فکر کېده.
- Toyota
هغه کمپنۍ چې هره ورځ مو سترګې پرې لګېږي. دا کمپنۍ له ولکس ویګن کمپنۍ سره په عوایدو کې یو شان ده، یعنې د ټویټا کمپنۍ کلنی عاید هم 237 بېلیون ډالر دی، خو په حقیقت کې تویتا نظر خپل جرمن رقیب ته څه اندازه زیات موترتولیدوي،چې په 2014 کال کې د ټویټا 10.3 مېلیونه موټر تولید کړي او ولکس ویګن 10.1 مېلیون.
- Apple
دا هم یو له هغو کمپنیو ده چې ډېري به یې استعمالوي، هم به یې لمس کوي او هم به یې له نیږدې ګوري او د نورو جزیاتو په اړه به یې هم پوهیږي دا کمپنۍ چې د نړۍ په مارکېټ کې 550 بېلیونه ډالر پانګونه لري د نړۍ له مهمو کمپنیو شمېرل کېږي. په 2016 کال نوموړې کمپنۍ له خپل خرڅلاو راضي نه وه، خو کلنی عاید یې 234 بیلیون ډالرو ته رسېږي.
- BP (British Petroleum
د بریتانیا د نفتو او ګاز کمپنۍ، هغه کمپنۍ ده چې په زیاتره اروپایي او غربي ملکونو کې یې پانګونه کړې ده. ددې کمپنۍ مرکز په لندن-انګلستان کی دی، چې کلنی عاید یې 226 بیلیون ډالره دی او د نړۍ یو له لسو لویو کمپنیو شمېرل کیږي. په 2010 کال کې دا کمپنۍ یوې لویې چاودنې چې تر اوبو لاندېپېښ شوه، سخته تاواني کړه او وروسته معلومه شوه چېد نوموړې کمپنۍ د خساراتو بیل چې د مکسیکو په خلیج واقع شوی و، 61.6 بېلیونه ډالر وو.