افغان حکومت په نړیوالو مناسباتو کې په جدي توګه خپل موقف لوړکړ، ګاونډیانو، سیمې او نړۍ هېوادونو سره یې نوې اړیکې پیداکړې او په لومړي ځل له نړیوالو سره د افغانستان اړیکې تفاهمي اړخ ته لاړې.
افغانستان چې په اقتصادي لحاظ د پاکستان له انزوا سره مخ و، خلاص شو افغان حکومت وتوانېده د واراداتو په برخه کې چې پاکستان شاوخوا ۳ ملیارده ډالرو اتکاء درلوده اوس یو ملیارد ته راښکته شوې په دې مانا چې په کور دننه تولید زیات شوی دی.
په ۲۰۱۷ م کال کې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوې تګلاره وضعه شوه.
ناټو په دې کال کې ومنله خپل سرتیري به افغانستان کې زیاتوي چې له دې سره په هېواد کې د جګړې حالات بدل شو، وسلوال له تعرضي حالاته دفاعي حالات ته راغلل.
د افغان حکومت د تمې خلاف پاکستان اوس هم په خپلو سیاستونو کې بدلون نه دی راوستی.
پاکستان هڅه وکړه نوي ایتلافونه رامنځ ته کړي د حکومت ضد وسلوالو ډلو لپاره یې نوي ملګري پیداکړل روسیه، ایران ، پاکستان او چین هغه هېوادونه دي چې د افغان حکومت له مخالفو وسلوالو سره یې ناستې زیاتې کړې او دوی ته یې امکانات ورکړل.
په همدې کال کې په سیاسي لحاظ د داعش فعالیتونه ملموس و.
داډله زیاته فعاله شوه په تېرو څو میاشتو کې یوازې په کابل کې لسګونه خونړي بریدونه وکړل.
داعش ایران، روسیه چین زمونږ په بحران کې نوي لوبغاړي دي چې په دې کال شامل شول.
سیاسي ننګونې ۲۰۱۶ کال ته په کتو زیاتې وې په حکومت او نظام کې د ننه لاس وهنې او مخالفتونه چې ښه بېلګه یې د بلخ ګوښه شوی والی دی چې د مرکزي حکومت اوامرو اطاعت یې ونه کړ.
د ولسمشر لومړی مرستیال په ترکیه کې تبعید دی چې د حکومت لوړ پوړي مامورین یې په یو ایتلاف کې راټول کړل.
سولې پروسه چې حکومت ورته انتظار و ۲۰۱۷ کال کې ملموس نتایح ولري.
ولې د حکمتیار له راتګ پرته بل جدي کار ونه لیدل شو.
کابل په تېرکال کې د څو نړیوالو کنفرانسونو کوربه وه چې د افغانستان سیاسي ثبات ته یې زیات باور ورکړ.
په اقتصادي لحاظ زیات بدلون راغلی
د افغانستان په تاریخ کې د ۲۱ یندونو قرار داد
د ترانزیت لپاره نوې لارو پیداکول
د نامسولو وسلوالو بې وسلې کول ، د فساد په برخه کې د زیاتو لوړپوړو چارواکو زندان ته استول.
د نشه یي توکو په کار خونو لوی بریدونه ټول هغه څه دي چې په نسبي توګه ۲۰۱۷ کال د افغانستان لپاره ښه و.