تاند- د سږني دوبي تودوښه په ځینو هیوادونو کې بې سارې بلل شوې ده.

یوه تازه څېړنه ښيي چې د مځکې د هوا د تودېدو له کبله به د انسانانو مړینې زیاتې شي.

په دې څېړنه کې ویل شوي چې تر ۲۰۸۰ م کال پورې به د تودوښې له امله نژدې ۵۲ ملیونه انسانان له ژونده بې برخې شي.

د ډیلي مېل ورځپاڼې د راپور له مخې،

په راتلونکو ۶۰ کلونو کې به د هوا تودېدا د انسانانو ستونزې ډېرې کړي.

په دې څېړنه کې ویل شوي. که انسانان د هوا له نویو شرایطو سره ځانونه همغاړي نه کړي، له دې کبله به مړینې په سلو کې ۴۷۱ زیاتې شي.

ډېر کسان به په استوايي یا نیمه استوايي سیمو کې مړه شي.

مخکې په نورو راپورونو کې ویل شوي وو چې تر ۲۰۱۰۰ پورې به د هند او پاکستان ګڼې سیمې دومره تودې شي چې انسانان به پکې ژوند نه شي کولی.

خو په تازه خپور شوي تحقق کې، چې په پلس میدیسن مجله کې خپور شوی او په دې برخه کې لومړنۍ هراړخیزه څېړنه ده، د نړۍ یو شمېر نورې سیمې هم یادې شوي دي.

د دې څېړنې برخوال او د استرالیا د موتاش پوهنتون استاد یومینګ ګیو وايي، د هوا د تودېدو له کبله د انسانانو د مړینو شمېر د کال ۵۱ زره ۷۹۴ تنه اټکلېږي.

ویدیو د ۳ میاشتې پخوا ده چې لا دوبی ختم شوی نه و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *