خانزاده تراب – پکتیکا

د نړیوال بانک په مرسته د پکتیکا ولایت ۱۱ ښوونځیو ته د ۲۲ میلیونه افغانیو په لګښت احاطوي دیوالونه جوړیږي.

نن د پنجشنبې په ورځ ( چنګاش ۱۱) د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې د الجهاد په لیسه کې د پکتیکا د والي امین الله شارق او د پوهنې ریاست د ریس ښوویالي کوچي ځاځي لخوا د ۱۱ لیسو د احاطې جوړیدو د بنسټ ډبره کیښودل شوه.

د پکتیکا والي امین الله شارق ټولو پکتیکا والو ته د یادې پروژې مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې د یادې ټولي پروژې لګښت (۲۲ میلیونه افغانۍ) کیږي چې د نړیوال بانک لخوا ورکول کیږي.

امین الله شارق د خبرو پر مهال زیاته کړه چې ښوونځیو ته یاد احاطوي دیوالونه به د پکتیکا په مرکز ښرنه، سروضه، ګومل او یوسفخیل ولسوالیو کې جوړیږي .

نوموړي وویل، چې د یادي پروژې قرارداد یې د پوهنې وزارت د خراسان په نوم له یوه ساختماني شرکت سره لاسلیک کړی دی چې نن یې عملآ د جوړیدو چاري پیل شوی.

شارق وویل: ((د پوهنې په برخه کې د پکتیکا په ولایت کې د پام وړ کارونه تر سره شوي خو لا هم یاد ولایت ډیر کار ته اړتیا لري چې باید نور پرمختګ هم وشي او د پوهي کچه باید لوړه شي.))

امین الله شارق د یادو پروژو د پرانستې په مراسمو کې پر پکتیکا والو غږ وکړ چې د پکتیکا د پوهني بهیر په پیاوړتیا کې دي ورسره مرسته وکړي او په یاده برخه کې دي هیڅ ډول همکاري نه سپموي.

نوموړي زیاته کړه ، چې د یو خاص میکانیزم په اساس په ټول توان سره به د پکتیکا د پوهنې بهیر له ستونزو خلاص او په مخ کې پراته خنډونه به یې له منځه یوسم.

والي شارق د پکتیکا پر قومي مشرانو،علماوو او ځوانانو غږ وکړ چې پدې برخه کې ورنه همکاري ونه سپموي، خپل بچیان او لوراني دي ښوونځیو ته واستو او د تعلیم کولو حق دي ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *