د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې د ښوونځیو او کلبونو ۱۲، دولس لوبډلو ترمنځ د کرکټ شل اوریزې سیالۍ نن ( ۵ شنبه) پیل شوې .
د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو دولس پیاوړو کلبونو ترمنځ د کرکټ شل اوریزې سیالۍ په مرکز میدان ښار کې پیل شوې،چې هره ورځ به دوه،دوه لوبې ترسره شي او ۱۶ ورځې به دوام وکړي .
همدا راز د ښوونځیو د ۱۲ پياوړو لوبډلو ترمنځ هم د کرکټ شل اوریزې سیالۍ نن پیل شوې او هره ورځ به هم د یادو لوبډلو څخه دوه،دوه لوبې ترسره شي،چې د شپاړس ورځو په ترڅ کې به پای ته ورسیږي .
د یادو دواړو لوبو موخه د ولایت په کچه د کرکټ ولایتي او ښوونځیو منتخبې لوبډلې ټاکل دي .
د دغه سیالیو د پيل کېدو پر مهال د میدان وردګو والي ښاغلي حیات الله حیات وویل : په دغه ولایت کې به د کرکټ لوبې د پیاوړتیا په موخه مناسب ځای د لوبغالې لپاره ورکړي او په ټول توان به د یوه معیاري لوبغالي د جوړېدو لپاره ګړندۍ هڅې وکړي.
ده کرکټ لوبغاړو ته لارښوونه وکړه،چې دوی خپلو لوبو ته پاملرنه وکړي او ښې لوبې ترسره کړي او د کرکټ بورډ مسؤلین او ولایتي اداره به دوی ته د سهولتونو برابرولو لپاره کار وکړي.
د میدان وردګو ولایت د کرکټ مسؤل ناصر امرخیل د میدان وردګو والي څخه مننه وکړه،چې د دوی سیالۍ په رسمي ډول پیل کړې .
نوموړی د لوبغالې نشتون د دوی لپاره اساسي ستونزه وبلله او په دغه برخه کې د ولایت مقام د همکارۍ او پاملرنې هیله وکړه.
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر