برېښنا - له ترکمنستان څخه افغانستان ته د برېښنا انتقال

تاند- په افغانستان کې به د خصوصي سیکتور له لوري د ۳ سترو برېښناکوټونو د جوړولو موافقې ژر لاسلیک شي.

د اوبو درې برېښناکوټونه به ۸۴۵ میګاواټه او دغه راز د لمریزې انرژۍ برېښناکوټونه به ۲زره میګاواټه برېښنا تولید کړي.

له خصوصي شرکتونو سره د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت د موافقې پر اساس به د کاپیسا په باغ دره کې ۳۰۰ میګاواټه، د سروبي په دوهم بند کې ۱۰۰ میکاواټه او د تخار په قلعه ممي بند کې ۴۴۵ میګاواټه د اوبو برېښنا تولید شي.

د دې ترڅنګ به د هیواد په بېلابېلو برخو کې ۲ زره میګاواټه لمریزه برېښنا تولید شي.

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر محمدګل خُلمي وايي، ډېر پانګوونکي لېواله دي چې د اوبو او لمریزې انرژۍ د تولید په برخو کې پانګونه وکړي.

ښاغلی خلمي وايي چې سږ کال به د برېښنا د تولید د ټولو پروژو کار پیل شي.

په همدې حال کې د مالیې وزارت ویندوی شمروز خان مسجدي وايي، په راتلونکو ۱۵ ورځو کې به د اوبو او لمریزې برېښنا پروژې داوطلبۍ ته وړاندې شي او تمه ده چې خصوصي سیکتور په دې برخو کې پانګونه وکړي.

ده همداراز وویل چې حکومت د پروژو امنیت ساتي او پانګونکو ته وړیا مځکه ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *