ليکنه: احمدولي صياد
راځئ دومره مطالعه وکړو چې تر څو پوه شو چې نه پوهیږو!
کتاب پرته د مطالعې نه د چا ملګری نشي کیدای، خو د مطالعې په کولو سره هغه څه در زده کوي چې څه د کتاب په سپینو پاڼو لیکل شوي یي.
کتاب د هغه دوه مخي انسان په شان نه دی، چې په ظاهره خوږ او په باطن کې تریخ وي.
کتاب هغه شتمني ده چې انسان یې په مطالعه کولو خپله پوهه لوړولای شي.
د کتاب په ارزښت کې د وخت په تېرېدو سره کوم تغیر نه راځي او نه به داسې نوې تکنالوژۍ د کتاب ارزښت کم کړي، کتاب داسې یو نوم دی چې د انسان د لارښونې لپاره پکې پند او هنر نغښتی دی، کوم خوند چې د کتاب د سپینو پاڼو پرمخ د تورو حروفو په لوستلو کې دی، یوه انټرنيټي الې په لوستلو کې نشته.
کتاب هغه ملګری دی چې د شپې پر مهال مطالعه یې لکه ملمه (guest) احترام در کوي، تر څو چې تا ویده نکړي، دا نه ویده کیږي.
یو عالم وایي کتاب د مړو ژبه او د ژوندیو اواز (غږ) دی.
هغه زړه چې راز دې ساتي تر هغې دا بهتره ساتونکی دی.
د سنګا په نوم یو بل کتاب پرسته وایي: د دې پر ځای چې څو کتابونه ولولئ، ښه او بهتره دا ده چې یو ښه کتاب څو ځلې ولولئ!
د جیم په نوم یو عالم وایي: تر ټولو بد کار د کتاب نه لوستل دي او په ارزښت یې نه پوهیدل دي.
د کتاب ارزښت که نه وای نو سپیڅلی کتاب(قرآنکریم) به نه وای.
د دغه مبارک کتاب په لوستلو کې هم دنیاوي اجر او هم اُخروي اجر شته دی.
په بل ځای کې بیا د ملک لوهان په نوم یو پوه وایي:
د ژوند کیفیت مو دوه شیان ټاکي! لومړی: هغه کتابونه چې تاسو یې لولۍ ، دوهم : هغه خلک دي چې تاسې ورسره ناسته ولاړه کوۍ.
نامتو لیکوال مرزا فرحت الله بیک د کتاب سره دومره مینه لرله چې د ډوډۍ د خوړلو پر وخت به یې هم په چپ(کیڼ) لاس کتاب نیولی وو او مطالعه به یې کوله او په بل لاس به یې ډوډۍ خوړله.
که کتاب ارزښت نه لرلای نو اروښاد خالد اسحاق درې میلونه روپۍ د کتابونو په پېرلو به نه لګولای!
د اروښاد خپل شخصي کتابتون په لکونو کتابونه لرل.
د مشفق خواجه په نوم یو بل پوه د خپل کور نهه (۹) خونې په کتابونو نیولې وې او په یوه خونه کې یې خپل ژوند کاوه.
دا چې د کتاب ازرښت ډير زيات دی .
کتابونه د ډیرې ښکلا څخه ډک او پرمفهومه معلومات لري.
ټولنیز، علمي، سیاسي او داسې نورې لیکنې په خپلو سپینو پاڼو کې بلا عنوانونه لري او د هر عنوان لاندې بلا داسې جملې ځای پر ځای شوي دي چې په مطالعه یې د شخص په شخصیت او پوهه کې زیاتوالی راځي.
نو په همدې ترتیب نن ما هم د خپلو ګرانو او مشرانو ورونو استاد محمدآغا ډاډمن او استاد پوهنيار ولي امام الفت د کتابونو پښتۍ راپیدا کړې او ومې غوښتل چې تاسې خوږو سره یې شريکې کړم، تر څو د هر با استعداده ځوان مینه زیاته او دېته لیواله شي چې د خپلې ټولنې د بهبود لپاره پرمفهومه لیکنې وکړي ، هم به د وګړو استعدادونه رابرسېره شي او هم به مو ټولنه پرمخ ولاړه شي، غربت، حسد او کېنه چې تر خپلو منځونو یې لرو همدا مطالعه ده چې لمنځه یې وړي او د انسان ذهن قوي او پراخه کېږي.
ښائسته لیکنه ده
بنی آدم دوه سفرونه تر سره کوی
کاری او کسبی او شُغلی سفر
تفریحی او سیاحتی سفر
کتاب او د کتاب لوستل په حقیقت کی د شُغلی او تفریحی سفر یو ګډ مسکون حالت دی یعنی فقط د مبارک او محترم نعمت یعنی سترګو په برکت د دنیا او مافیها د سیر او سیاحت او همدارنګه په اصطلاح سودا (خرید او فروش) زمینه په ډیره ارزانه بیه تر لاسه کیدای سی
سلامونه ،
ورور احمد ولی صیاد ډیره ښه لیکنه ده او په عین زمان کښې ېې ماته زما کتابونه را په یاد کړل.
۱- هر کله چې زه په کابل طب پوهنځي کې وم او بیا تر کابل داخلي جنګونو ( له ۱۳۵۹ تر ۱۳۷۱) ؛ زما ارواښاد پلار (مدیر صاحب عبدالملک خان صافي) ؛ ما او زما یو بل ورور ؛ په خپل کور کښې هر ډول دیني، زراعتي، طبي، ادبي ، هنري کتابونه ، مجلې او اخبارونه ساتلي ول او ګټه مو ترې اخیستله ، آن تر دې چې مرحوم ډاکټر م. انَس خان چې پخوا زما د پلار د ریاضیاتو استاذ ،او بیا د پوهنې وزیر و فرمایلي و:” صافي صاحب ! خانهء ی شما مثل پوهنتون است و الماریهایتان کتابخانه!”. له ډیره بده مرغه چې وطن ته داخلي جګړې وتپل سوې ، څوک په ژوند ورک شول څوک په مرګ ؛ او زمونږ کتابونه هم څه د موږکانو خوراک سول او څه په نانبایانو کې سیځل سوي ول ..
۲- بیا مې جلال آباد او پیښور کښې وړکوټې شانته المارۍ د کتابونو ډکه کړې وه ؛ خو د هغو په قدر هم څوک پوه نسول.
اوس دا دی په بلجیم کې مې لږ پښتو او تورکي ،خو ډیر هالنډي او فرانسوي او البته انګلیش هم ، راټول کړیدي ا.د.ن.
* خپل د زړه خوالهء مې هم یو کتاب کښې لیکلي ، لاکن د چاپولو طریقه راته نه راځي ؟ .. ګورو به ، الله دې باقي خیر کړي .
په ډیره مینه او مڼنه له تاندوالو او لراوبر ، پښتونخوا، ټول افغان ا.د.ن. مجازي نړۍ رسنیو څخه. درنښت.
سلام
ما بخوا هم لیکلی وه اوس یې بیا لیکم چې له بده مرغه به دومره مصارفو کې زمونږ مسولینو سل دالره په کتابو مصرف کړی نه دی هېڅ ډلې حکومت اوسنیواو پخوا نیومسولو ستر القابو دغه کار نه دی کړی. مطالعه کتاب غواړی ، کتاب خانې غواړی او د مطالعی سیستم غواړی زه به تاسی ته یو مثال راوړم او هغه دا چی کله د تهران بوهنتون ته ننوتم یوازنی شی چی دیر منظم او په هره برخه او مسلک کې پیاوړی په نظر راته دکتاب او کتا خانو شتون وه. دتهران په ښار کې دوه شیان ډېرول کتاب پلورنې او کتابتو نونه او بانکونه . همدارنګه به المان کې دکتاب او کتابخانو اهمیت دیر لوړوه چې دسقاو عکس ما د لومړی ځل لپاره دګویته پوهنتون د لویدیخ پېژندنې به تالار کی ولید . ما د کتاب دفرهنګ اود مطا لعې د کلتورد پراختیا لباره هلې خلې کړی دی مو ږ په تول افغانستان کې په شمیر څو مره کتابونه، کتابخانی او وسایل یی لرو مسلکی پرسونل خو لا مه حسابوه …….. په ارګ کې کتا بونه شته ؟څلوېښت کلونو کلې دکتاب رامنخ ته کېدل د سقوط او کړکیچ سره لاس اوګریوان دی . وایی چې د زرو به قدر زرګر بوهیږی