د میدان وردګو ولایت په جلریز،نرخ او سیداباد ولسوالیو کې تېره شپه د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې د ۲ وزیرستانیانو په ګډون ۹ مخالفینو او درې امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته .
د سیداباد ولسوالۍ په بابر خیلو سیمه کې امنیتي ځواکونو تېره شپه عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې د ۲ وزیرستانیانو په ګډون ۵ تنه مخالفین ووژل شول .
په وژل شویو کسانو کې د وسله والو طالبانو د استخباراتو مسؤل سیدحسن او سرګروپ وحید،چې مشهور په جلالي وو،هم وژل شوي دي .
په ورته وخت کې د نرخ ولسوالۍ په خواجه بازار سیمه کې د امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ نښته شوې،چې په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو قوماندان زهیر د درې نورو ملګرو سره یو ځای ووژل شول.
همدا راز د دغه نښتې په ترڅ کې د ملي اردو یو سرتېری شهید او یو بل ټپي شوی دی .
بلخوا د جلریز ولسوالۍ د زیولاتو په سیمه کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله یو سیمه ییز پولیس ټپي شوی دی .
درنښت
عطاالله خوږیانی
د میدان وردګو ولایت ویاند