تاند- د طالبانو یو مهم قوماندان، چې ادعا کېږي تر ۳۰ زیات امنیتي ځواکونه یې وژلي دي، په هرات ولایت کې ونیول شو.
د کورنیو چارو وزارت ویندوی نصرت رحیمي وویل چې نیول شوی طالب قوماندان صدام نومېږي او په هرات کې د طالبانو د پوځي کمیسیون مشر و.
ده همداراز وویل چې صدام وروسته له دې ونیول شو چې د امنیتي ځواکونو په ډزو ټپي شو.
د رحیمي په وینا صدام د هرات ښار په ګڼو تروریستي حملو کې لاس لري او لږترلږه ۳۰ تنه امنیتي ځواکونه یې وژلي دي.
طالبانو تراوسه پورې د خپل دغه قوماندان د نیول کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
ډیرښه کار شوی، که ریښتیا وي. خو افسوس دادی چې د افغانستان ترټولو عصري وطنپال پوځ وژوونکي ورانوونکي کباړوونکي خرڅوونکي + دکابل ۶۰ زره اوسیدونکو قاتلان هیڅ چا ونه نیول چې تاند یې راپور خپور کړی وی
دا حرمونی پاکستانی دلال باید اعدام شی. ومن الله توفیق