تاند- د ولسمشرۍ کاندیدانو د دوشنبې په ورځ د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون له مشر سره د انتخاباتو په لړ کې د سرغړونو او بې نظمیو په اړه خبرې وکړې.
د ټولو ۸ کاندیدانو استازو شکایت درلود چې په ډېرو انتخاباتي مرکزونو کې کافي رایپاڼې نه وې او ډېر رای ورکوونکي ونه توانېدل چې خپلې رایې استعمال کړي.
دا په داسي حال کې ده چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویندوی نور محمد نور د دوشنبې په ورځ وویل چې د انتخاباتو د پایلو ټولې پاڼې په ملي مرکز کې خوندي کېږي څو د ټولټاکنو شفافیت د افغانستان ټولو خلکو ته څرګند شي.
نور همداراز وویل:«سربېره پر دې چې د انتخاباتو د پایلو پاڼې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په ډاټابېس کې خوندي کوو، په پي ډي ایف بڼه یې په ویبپاڼه کې ږدو چې خلکو ته د انتخاباتو شفافیت معلوم شي.
د انتخاباتو د کمیسیون ویندوی وویل چې د ۳۰ ولایتونو د انتخاباتو د پایلو پاڼې او رایبکسونه د رای ورکولو له مرکزونو او محلاتو د ولایتونو دفترونو ته وړل شوي دي.
د نور په وینا تراوسه پوري د ۷۴ ولسوالیو رایبکسونه او نور اسناد ولایتي مرکزونو ته نه دي رسول شوي خو په لومړني فرصت کې به ټول مواد د هوا او مځکې له لارې ولایتي مرکزونو ته ولېږدول شي.
نور دا هم وویل چې د سې شنبې د ورځې ترپایه به له پاتې ۷۴ ولسوالیو څخه ټول رایبکسونه او د انتخاباتو د پایلو پاڼې ولایتي مرکزونو ته ولېږدول شي.
د ده په باور د کندوز له پېښې پرته، چې د چاودنې په اثر یو شمېر انتخاباتي مواد ضایع شول او د کمیسیون یو کارکوونکی ووژل شو، تراوسه پوري نور ټول کارونه له پروګرام سره سم پرمخ تللي دي.
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویندوی وویل چې د ټولټاکنو ابتدايي پایلې به د ثور په ۱۴مه رسماً اعلان شي او وروسته دا د انتخاباتي شکایتونو په کمیسیون پوري اړه لري چې په څومره وخت کې شکایتونه څېړي.
ټاکل شوې ده چې د سې شنبې په ورځ قسمي غیر رسمي پایلې اعلان شي.
د انتخاباتو په لړ کې د شاوخوا ۲ زره درغلیو او بې نظمیو شکایتونه شوي دي. لوېدیځو څارونکو د ۲۰۰۹ کال د انتخاباتو په پرتله د دې انتخاباتو تخطۍ لږې بللې دي. خو د خوست پېښه د ۲۰۰۹ کال له درغلیو سره نه شي پرتله کېدای.
د خوست ولایت چارواکي او د انتخاباتو مسوولان وايي چې د زلمي رسول وسله والو کسانو د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون په ولایتي مرکز حمله وکړه او په رایو کې یې لاس وواهه.