د میدان وردګو ولایت په جلریز او د حصه اول بهسودو ولسوالیو کې د کلیو پراختیا او بیارغاونې ادارې د ملي پيوستون پروګرام له لورې د ۳۴ میلیونه افغانیو په مالي لګښت ۳۰ بېلابېلې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .

په دغه پروژو کې،چې ۲۵ یې په جلریز او ۵ یې په حصه اول بهسودو ولسوالیو کې دي،کوچني برېښنا کوټونه،د غونډو تالارونه،سړکونه،پلچکونه،کانالونه او د اوبو کوچنۍ ذخیرې جوړول شامل دي،چې چارې د یوه کال په موده کې بشپړې شوي دي .

له یادو پروژو څخه،چې د ۳۵ کلیوالي شوراګانو له لورې چارې پرمخ وړل کیدې،ترې به درې زره شپږ سوه دولس کورنۍ ګټه واخلي .

د کلیو پراختیا او بیارغاونې رئیس انجینرجان محمدحکمتجو،چې نن (دوشنبه ) یې د دغه ولایت د سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي په مشرۍ د ادارو د مسؤلینو ترمنځ په جوړه شوې غونډه کې معلومات ورکول وویل،چې یادې پروژې یې د خلکو په غوښتنه د هغوی په سیمو کې پلي کړيدي .

نوموړی زیاته کړه، د دغه پروژو د کار پر مهال د سیمې سلګونه اوسیدونکو ته هم کارې زمینه برابره شوې وه،چې د نویو پروژو په پیل کیدو سره به دوی ته یو ځل بیا هم د کارې زمینې برابرولو هڅه کوي .

د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاني له نوموړی څخه مننه وکړه،چې د ولسونو غوښتنو ته یې همیشه مثبت ځوابونه ویلي .

نوموړی زیاته کړه،د ملي پیوستون یادې پروژې تر نورو پروژو ځکه ډېرې ګټوري دي،چې د خلکو په غوښتنه او د خلکو به مرسته یې چارې ترسره کیږي .

دا په داسې حال کې ده،چې تر دې وړاندې هم د ملي پیوستون پروګرام لخوا لسګونه نورې پروژې په بېلابېلو سیمو کې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *