پلازمېنې کابل ته د پاکستاني لومړي وزیر سفرځکه غولونکی او بې ګټې ښکاري،چې د افغانانو د توقع مطابق کومه نوې خبره او ژمنه یې حد اقل په لفظي بڼه هم نه لرله.
له دغه سفر سره هم مهاله د ختیځ ولایت کونړ چارواکو پردې ولایت د پاکستان د ۳۸ توغندیزو بریدونو خبر ورکړ.
پاکستاني لومړي وزیر له ولسمشرکرزي سره په لنډه خبري ناسته کې د پخوا په شان د افغانستان له سولې بهیر سره همکاري اعلان کړه.
هغه ژمنه،چې پاکستان له څه باندې یوې لسیزې راهیسې بیا،بیا کړې خو عملي شوې نه ده.
ګونګ اطمینان
ولسمشرکرزي له نیږدې تېریوه کال راهیسې چې د پاکستان پروړاندې خپل موقف نسبتا په لفظي ډول جدي کړی،دغه هېواد ته د خپل شلم سفر د ترسره کیدو شرط له سولې بهیر سره د پاکستان د واقعي همکارۍ اطمینان او تضمین ورکول ښودلي وو.
هغه سفربالآخره ترسره او افغان حکومت یې ښو پایلو ته هیله مندي ښوده،خو د هغه سفر له ترسره کیدو څخه تراوسه کومه مثبته عملي نتیجه نه ده لیدل شوې،چې هغه سفر په ریښتیا ګټور اواغېزناک ثابت کړي.
د پاکستان لومړي وزیر په پروني خبري کنفرانس کې دا هم وویل،چې ولسمشرکرزي ته یې له افغان سولې بهیر سره د ښې همکارۍ اطمینان ورکړی دی.
نوازشریف او ورسره خوا کې ولاړ افغان ولسمشرحامد کرزي یوه هم روښانه نه کړه،چې دغه اطمینان څه ډول ورکړل شوی او څومره د باور وړ دی؟
د ۳۸ توغندیو بدرګه
د نوازشریف له سفر سره هم مهاله افغاني رسنیو د کونړ د امنیې قومندان مل پاسوال عبدالحسیب سیدخیلي په حواله راپورونه خپاره کړل،چې د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې د دې ولایت پردوو ولسوالیو ۳۸ توغندیز بریدونه شوي دي.
سیدخیلي ویلي،چې دا بریدونه پرشیګل او دانګام ولسوالیو شوي،خو چا ته پکې زیان نه دی اوښتی.
هغه په روان کال کې د پاکستان د دغسې بریدونو شمېر ۱۴۰۰ توغندي او د ځاني تلفاتو لرونکي ښودلي.
پاکستاني لومړي وزیر او افغان ولسمشردواړو پخپل خبري کنفرانس کې د پاکستان د دغو بریدونو په اړه چوپه خوله ول او ممکن د همدې لپاره یې هم د نورو داسې مهمو خبري کنفرانسونو خلاف د غرمې ډوډۍ په پلمه کولو سره یوازې یوه خبریال ته چې هغه هم د علامه اقبال د یوه شعر په زمزمه کولو سره د افغانستان دامن کیدوهیله وکړه،د پوښتنې اجازه ورکړه.
د بې ثباته سیاست نتیجه
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو دغه چوکاټ د افغان حکومت د هغه بې ثباته سیاست نتیجه ده،چې له ډېرو کلونو راهیسې يې د بهرني او سیمه ییز سیاست په نوم لري.
پاکستان ته یوه ورځ د دښمن،بله ورځ د مسلمان ورور،دویم کور او نورو نومونو په حیث نظر او موقف ګیري سبب شوې،چې د دې هېواد واکمنان د افغانستان پروړاندې له ملنډو او دښمنۍ ډکو چلندونو ته پرله پسې او په مختلفو بڼو دوام ورکړي.
د افغانستان د حکومت د دغه ضعیف سیاست د اصلاح لپاره باید ملي سیاسي قوتونه له ټولو مدني قانوني لارو څخه پرحکومت فشار راوړي،چې د خپل بهرني سیاست دستګاه اصلاح،فعاله او په دې اړه ټول مسولیتونه او صلاحیتونه ور وسپاري.
تراوسه د ډېرو هېوادونو پروړاندې د افغانستان سیاست داسې ښکاري،لکه شخصا ولسمشرکرزی چې پکې په فردي صلاحیت تصمیم نیونکی وي.
دا حالت باید بدل او د بهرنیو چارو کم ظرفیته وزارت له با ظرفیته کیدو سره مل د خپلو مسولیتونو ترسره کوونکی شي.