د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار او چک ولسوالیو کې تېره شپه د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو درې قوماندان ووژل شول او دوه نور ټپیان شول،همدا راز د مخالفینو له لورې د توغول شوي توغندي د لګیدو له امله یوه میرمن شهیده شوې ده .
د چک ولسوالۍ په خواجه عمري سیمه کې امنیتي ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې د وسله والو طالبانو درې سیمه ییز قوماندان وژل شوي او همدا راز د دوی یو کرولا ډوله موټر هم لمنځه تللی دی .
همدا راز د مرکز میدان ښار په تورخیلو سیمه کې امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې دوه وسله وال طالبان ټپیان شوي دي .
همدا راز د دغه عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو مخالفینو څخه امنیتي ځواکونو ته یو زیات شمېر مهمات،چې په کې ماینونه،چاودیدونکې توکې،شارټ کوونکې لاینونه،د توپ مرمۍ،د کلاشینکوف مرمۍ او لاسي بمونه شاملي دي،هم په لاس ورغلي دي .
د یو بل خبر له مخې د چک ولسوالۍ په علي همت سیمه کې د وسله والو مخالفینو له لوري پر یو کور د توغول شوي توغندي د لګیدو له امله یوه میرمن په شهادت رسیدلې .
عطاالله خوږیاڼی
د میدان وردګو ولایت ویاند