تاند- په جرمني کې څېړونکو د یوه مرغه ۴۸ ملیون کاله پخوانی فوسیل موندلی دی.
د ساینس خپرونې له راپور سره سم دا فوسیل د ملا چرګک یا کوکوپښ دی.
د دې مرغه اندازه د یوې مرغۍ هومره ده.
د فرانکفورت د سنکنبرګ د تحقیقاتي انستیتیوت څېړونکو د مرغه دا ۴۸ ملیون کاله پخوانی فوسیل یا ډبره شوی سکلیېټ د جرمني په مرکزي برخه (Messel Pit) کې موندلی دی.
دغه مرغه اوږده مښکوکه لرله، چې البته اوس نشته، او د اروپا د مرکزي برخو په ځنګلونو کې اوسېدل.
څېړونکي وايي، د دوی څېړنې ښيي چې دا یو کوچنی مرغه و، اوږده مښکوکه یې لرله، اندازه یې د یوې مرغۍ هومره وه او د اوسني ملاچرګک د نسل و.
پر دې فوسیل شل کاله څېړنې وروسته څېړنه شوې او بیا دا ورڅخه کشف شوي دي.