تاند- د هغو اماراتیانو جنازې نن /شنبه/ په یوه پوځي الوتکه کې متحده عربي اماراتو ته ورسول شوې چې د تېرې سې شنبې په ورځ د کندهار په چاودنه کې وژل شوي وو.

د متحده عربي اماراتو خبري اژانس وام وايي، په افغانستان کې د بشري ماموریت په لړ کې د وژل شویو اماراتیانو د جنازو مخې ته د دغه عربي هیواد جګپوړي چارواکي ورغلل.

د متحده عربي اماراتو مرستیال صدراعظم او د دولت ریاست د چارو وزیر شیخ عبدالله بن النهیان، د بهرنیو چارو او نړیوالې همکارۍ وزیر او یو شمېر نورو جګپوړو ملکي او پوځي چارواکو په مراسمو کط ګډون درلود.

وام وايي چې په الوتکه کې له ۵ وژل شویو اماراتیانو ځنې د ۴ مړي، چې د مړو د تشخیص د ځانګړې کمېټې له لوري پېژندل شوي وو راوړل شول.

په خبر کې ویل شوي چې د پنځم اماراتي (محمد علي زینعل الباستاکي) مړی نه دی پېژندل شوی. ویل شوي چې نوموړی په هغه ځای کې ناست و، چې چاودېدونکي مواد پکې اېښودل شوي وو.

اماراتي چارواکو د الباستاکي کورنۍ له دې موضوع خبره کړې ده او د نوموړی کورنۍ په داسي حال کې چې په دې خبر خواشیني ښکاره کړې ویلي دي چې بشري مرستو ته باید دوام ورکړای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *