ژباړه او زیاتونه: نیسم سالارزی
په ۲۰۰۷ کال کې د پرویز مشرف د واکمنۍ پرمهال د سره جومات له پېښې وروسته په پاکستان کې د ښځینه ځانمرګو داستان هم ګرم شو او په هره دیني مدرسه کې د جنت لنډه لار، استشهادي بریدونه (ځانمرګی بریدونه) تشریح کېږي او د جنت تږي یې د کتارونو غړي ګرځي.
په تازه کې له پاکستاني طالبانو سره د هغه هېواد د سولې په روانو هڅو کې د پاکستاني طالبانو یو مشر مولانا عبدالعزیز ویلي چې؛ کله به هم له حکومت سره د هغوی په شرایطو سوله ونکړي او د بریدونو د دوام لپاره یې د ۵۰۰ ښځینه ځانمرګو د تیار شوي لست په اړه هم خبرداری ورکړی دی.
نوموړي له حکومت سره د سولې لپاره ځینې شرایط اعلان کړي دي، چې نه ښکاري حکومت یې ومني او د حکومتي شرایطو منلو په غبرګون کې د ښاغلي عبدالعزیز وروستۍ څرګندونې د جګړې د دوام پیغام لېږدوي.
پاکستاني طالبانو اخطار ورکړی، چې که چېرې حکومت یې د سولې په خبرو کې له شرایطو په شا شي پر ځوانانو سربېره دا مهال ۵۰۰ ښځینه ځانمرګې هم لري چې د بریدونو لپاره تیار ټرینګ شوې او اماده دي.
پاکستاني طالبانو له حکومت سره تېره اونۍ خبرې پیل کړې او پدې اړه حکومتي کمېسیون دا مهال د جوړجاړي منځګړیتوب پیل کړی او د پاکستاني طالبانو لخوا د روغې جوړې پدې درې کسیز کمېسیون کې یو هم مولانا عبدالعزیز دی.
په پاکستان کې د سولې روانې هڅې او په افغان جګړې یې اغېزې بېله موضوع ده، خو د ځانمرګو د تولیداتو خبرداری له هغې موضوع پرده پورته کوي چې افغان ولس یې له تېرې یوې لسیزې د سرچینو او مالکانو سیمه له افغانستانه بهر بولي.
پاکستاني طالبانو ته د حکومت سمدستي لاسرسی هم هغه موضوع ده چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یې اندېښمن کړی او په وینا یې؛ دا کار له طالبانو سره د پاکستاني حکومت له نېږدې اړیکو پرده پورته کوي، چې دوی په هر حالت او هر ډول کولای شي هغوی ته لاسرسی ولري.
د پاکستان له جوړېدو د انګریزانو هغه پلان تر ننه پالل کېږي، چې لاسي باید قبایلي سیمې له حکومتي واکه بېرون پاتې وي. په اوسنیو شرایطو کې هم د پاکستان قبایلي سیمې د ځینو جوړجاړیو په اساس د یرغلیزو تولیداتو لپاره کارول کېږي.
د سرچینو په وینا، پر افغانستان د روسانو له یرغله بیا تر ننه د پاکستان قبایلي سیمې د ټریننګ مرکزونو لپاره کارول کېږي او له حکومتي څاره پدغو خوندي سیمو کې د سیمې د نا امنه کولو لپاره هر ډول تولیدات موندل کېږي.
په تازه کې د دغو تولیداتو له ډلې له ۴۰۰ ـ ۵۰۰ په شمېر کې د ښځینه ځانمرګو نوی داستان دی چې؛ د مولانا عبدالعزیز په وینا دوی یې په وزیرستان او یو شمېر نورو قبایلي سیمو کې روزلې دي او د بریدونو لپاره اماده دي.
مولانا عبدالعزیز یو له هغو ملایانو څخه دی چې د سره جومات (لال مسجد) پېښه یې هم له نېږدې لیدلې او له هماغه وخته د ښځینه زده کوونکو په دیني مدرسه کې یې لسګونه مېرمنې د بریدونو لپاره روزلې دي. نوموړي حکومت ته خبرداری ورکړی چې د هغوی غوښتنو ته دې پام وکړي او لاسي دې حالات د خرابۍ پر لور نه بوځي.
شریف له پاکستاني طالبانو سره وروسته له هغې د سولې د ځنډېدلو خبرو بیا پیلولو اعلان وکړ، چې تېره میاشت د طالبانو په یوه برید کې دوه درجنه عسکر و وژل شول او پدې هېواد کې له ۲۰۰۱ کال را پدېخوا په ځانمرګو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر له دې سره ۴۰۰۰۰ ته ورسېد.
نواز شریف پداسې حال کې د پاکستان ګوډ او مات اقتصاد ته ۲۲۵ بیلونه ډالره ګټه ورسوله چې په ګاونډي افغانستان کې ورځ تر بلې د امریکایي ځواکونو شمېر مخ په کمېدو دی.
له دې هېواده د پاکستان پر لاره د امریکایي ځواکونو د پاتي شونو له وتو سره د پاکستان یو سیاستمدار عمران خان سخت مخالفت څرګند کړی دی. پدې موضوع کې د مولانا عبدالعزیز یو شمېر شعارونه هم لکه د عمران خان په شان دي.
مولوي عزیز ویلي چې؛ پاکستاني طالبان په هغه هېواد کې د شرعي نظام د راوستو او نافذولو سخت لېواله دي.
نوموړي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو حضور هم د روانې جګړې یو عامل بللی او دا موضوع د پاکستانۍ سولې دویم اړخ ښه جوتوي.
مولانا عزیز ویلي چې په بېلابېلو دیني مدرسو کې دا مهال له دوی سره ۱۳۰۰ نورې مېرمنې په اسلامي زده کړو بوختې دي، چې په وینا یې شرعي احکام زده کوي: ((دا د دوی حق دی چې څوک یې هم ترې نشي اخستی.))
د سولې لپاره د پاکستاني طالبانو یو شرط دادی چې پاکستاني ځواکونه به له قبایلي سیمو په بشپړ ډول وځي او له حکومت سره د دوی ټول بندیان به ازادوي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې د سولې په اړه د طالبانو دغه غوښتنې د روانۍ اونۍ په پیل کې خپرې کړې، خو لا تراوسه د حکومتي چارواکو ځواب مخ ته ندی راغلی.
په ورته وخت کې پاکستاني شنونکي د ښځینه ځانمرګو په اړه د مولانا عبدالعزیز څرګندونې له مبالغې ډکې بولي او وایي چې؛ طالبان هم اوس تر ډېره له تبلیغاتي لارو چارو کار اخلي او پدې ډول غواړي په حکومت فشار راوړي. د دوی په وینا طالبان په بریدونو کې له ښځینه ځانمرګو کار اخلي، خو دومره ډېر هم نه څومره یې چې دوی بولي.
په ۲۰۰۷ کال کې په سره مسجد د پخواني لومړي وزیر پرویز مشرف لخوا د عملیاتو پرمهال د مولانا عبدالعزیز نېږدې خپلوان هم ووژل شول. پدې عملیاتو کې د نوموړي ورور له خپلو ۱۰۰ ملګرو سره هم و وژل شو.
پدې عملیاتو کې مولانا عبدالعزیز هم ونیول شو او دوه کاله یې په زندان کې تېر کړل. تېره اونۍ نوموړی له حکومت سره د سولې د خبرو اترو د پرمختګ لپاره له بنده خوشي کړای شو.
د طالبانو دې چارواکي ویلي چې؛ که چېرې حکومت د سولې له خبرو پر شا شي، نو دوی د خپلې مبارزې د دوام په اړه کوم تشویش نه لري او په وینا یې د لسو ارتلونکو کلونو لپاره هم ښه په درز کې له پاکستاني حکومت سره د مقابلې توان او امکانات لري.
شریف تېر کال د سولې او اقتصاد د پیاوړتیا تر شعارونو لاندې ټاکنې هم وګټلې او اوس هڅه کوي په کور دننه له طالبانو سره موضوع یو طرفه کړي، خو د شریف د حکومت یو له مهمو موضوعاتو د بې پیلوټه الوتکو د بریدونه توقف یا مخنیوی دی، چې ډېری وخت په قبایلي سیمو کې ترسره کېږي.
عزیز ویلي چې که حکومت وسلې، الوتکې او زور لري، نو دوی هم پریمانه ځانمرګي لري چې؛ له ډلې یې یوازې په ښځینه ځانمرګو هم کولای شي روانه جګړه ګرمه وساتي او په وینا یې؛ په همدې زور یې په افغانستان کې هم امریکا ته ماته ورکړې ده.