تاند نیوز ډېسک: د نیوزیلینډ کرایسټ چرچ ښار کې د مسلمانانو پر دوه جوماتونو بریدکوونکی مجرم پرنټن ټرینټ محکمې ته حاضر کړای شوی خو نوموړی په خپل جرم منکر شوی دی.
پرنټن ټرینټ چې د ۵۱ کسانو په وژنه مجرم او شاوخوا ۹۱ د ترهګرۍ، قتل اقدام او نورو تورونو سره محکمه کې مخ دی، پر ده لګېدلي تورونه ردوي.
څه موده وړاندې کرایسټ چرچ ښار کې پر دوه جوماتونو وسله وال برید کې ۵۱ کسان وژل شوي وو، چې لږ. وروسته ترې په سریلنکا کې درانه بریدونه وشول او داعش ډلې یې نه یوازې مسوولیت واخیست بلکې ویې ویل دا یې د کرایست چرچ غچ اخیستی دی.
خو نیوزیلنډ دا خبره رد کړه او د خپلو مسلمانو هیوادوالو سره یې د ژورې خواخوږۍ ښودلو تر څنګ د بریدګر د ژر تر ژره محاکمې کارونه چټګ کړل.
دا په داسې حال کې ده چې د وژل شویو کسانو کورنۍ د پېښې عامل ته د درنې سزا غوښتونکي دی.
