تاند(سې شنبه، د میزان ۹) خبر یاست چې د ۵ جي (G5) انترنیټ تر ټولو زیات کاروونکي په کوم هیواد کې دي؟
دا هیواد جنوبي کوریا دی چې د سږ کال په اپریل کې یې د جي ۵ انترنیټي خدمات پیل کړل او اوس ملیونونه کوریاوال ورڅخه کار اخلي.
په جنوبي کوریا کې د 5G انترنیټ د کاروونکو شمېر تر هغه څه ډېر زیات شوی چې توقع یې کېده. اوس په دې هیواد کې څه باندې ۲ ملیون تنه له 5G انترنیټ څخه کار اخلي او اټکل کېږي چې د سږ کال تر پایه به پر دې شمېر ۳ ملیونه نور هم زیات شي او ۵ ملیونو ته به ورسېږي.
جنوبي کوریا د نړۍ لومړنی هیواد دی چې د جي ۵ خدمات خپلو وګړو ته په تجارټي بڼه وړاندې کوي.
د دې لپاره چې په جنوبي کوریا کې چټک انترنیټ ته اړتیا او لېوالتیا زیاته ده، په دې هیواد کې 5G ټکنالوژي په چټکه خپرېږي.
د جون په میاشت کې اټکل کېده چې جنوبي کوریا به د جي ۵ انترنیټ تر یو ملیون زیات کاروونکي ولري خو اوس داسې ښکاري چې دا ټکنالوژي تر دې خورا تېزه خپرېږي.
تېره اوونۍ په جنوبي کوریا کې د 5G انترنیټ د کاروونکو شمېر تر ۲ ملیون تنو واوښت.
راپورونه وايي چې د دې هیواد درې سترې مخابراتي شبکې د 5G ۲ ملیونه او یو لک کاروونکي لري. خو له دې سره سره د جنوبي کوریا د 5G کاروونکو فیصدي تر ۵ سلنې لږه ده.
په جنوبي کوریا کې د 5G لږترلږه محصول ۴۸ ډالره ده.