تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ۵ نورو ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو ابتدايي پایلې اعلان کړې.
نیمروز، لغمان، پنجشېر، زابل او کاپیسا هغه ولایتونه دي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون یې د ولسي جرګې د انتخاباتو ابتدايي نتیجې اعلان کړې.
تر دې وړاندې دغه کمیسیون د ابتدايي پایلو پر اساس د بامیان، ډایکنډي، جوزجان، فراه او اروزګان ولایتونو د بریالیو کاندیدانو نومونه اعلان کړدي وو.
پر دې اساس د ۱۰ ولایتونو ابتدايي پایلې څرګندې شوي دي.
زابل
دا ولایت په ولسي جرګه کې ۳ استازي لري او دا کسان له ابتدايي پایلو سره سم بریالي شوي دي: «عبدالقادر کلاتوال» په 1826 رایو، «حمیدالله توخی» په 1537 رایو «زهرا توخې» په 482 رایو.
پنجشیر
پنجشېر په ولسي جرګه کې دوې چوکۍ لري او دا دوه تنه د ابتدايي پایلو له مخې بریالي شوي: «محمدزلمی نوري» په 10242 رایو «راحله سلیم» په 1548 رایو.
نیمروز
نیمروز هم په ولسي جرګه کې دوې چوکۍ لري.
د ابتدايي پایلو پر اساس دا دوه تنه بریالي اعلان شوي:«فریده حمیدي» په7182 رایو «ګل احمد نورزاد» په 5850 رایو.
کاپیسا
کاپیسا په ولسي جرګه کې ۴ استازي لري چې دا کسان بریاللي بلل شوي:«میردادخان نجرابی» په 5969 رایو، «میرحیدر افضلي» په 5505 رایو، جنرال «اقبال صافی» په 5437 رایو «خدیجه الهام خلیلي» په 1384 رایو.
لغمان
لغمان هم په ولسي جرګه کې ۴ چوکۍ لري او د ابتدايي پایلو پر اساس دا کسان ورته بریالي شوي دي: «عبدالمنیر تره خېل» په 4403 رایو، «محمد رفیع مموزی»په 3006 رایو، «محمد عالم قرار» په «2912» رایو او «زیفنون صافۍ» په 1784 رایو.
په پنځو نورو ولایتونو کې، چې ابتدايي پایلې یې تېره اوونۍ اعلان شوې وې، دا کسان بریالي دي:
دایکنډي:
سید محمد داوود ناصري، ریحانه ازاد، علي احمد جمشیدي او شېرین محسني
اروزګان
بسم الله جان محمدي، قدرالله رحیمي او انوشه بارکزۍ
جوزجان
باتور دوستم، بکتاش ایشچي، کریم جوزجاني، عزیزالله الفتي او حلیمه صدف
بامیان
رحیم الله یار، ظاهرالدین جان اغا، سید محمد جمال فکوري بهشتي او نېک بخته فهیمي
فراه
همایون شهیدزاده، عبدالستار حسیني، عبدالنصیر فراهي، عبدالجلال بختور او بلقیس روښان (روشن)