تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ۵ ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو ابتدايي پایلې اعلان کړې.

ټاکل شوې وه چې دا کمیسیون د ۱۰ ولایتونو د انتخاباتو ابتدايي نتیجې اعلان کړي خو یو ځل بیا یې له مهالوېش سره سم پایلې اعلان نه کړای شوې.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ريیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد د بامیان، ډایکنډي، فراه، جوزجان او اروزګان ولایتونو د ولسي جرګې د انتخاباتو ابتدايي پایلې اعلان کړې.

ښاغلي صیاد وویل، په دایکنډي ولایت کې سید محمد داوود ناصري، ریحانه ازاد، علي احمد جمشیدي او شېرین محسني بریالي شوي.

د ده په وینا په اروزګان ولایت کې بسم الله جان محمدي، قدرالله رحیمي او انوشه بارکزۍ ولسي جرګې ته بریالي شوي دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له اعلان سره سم په جوزجان ولایت کې باتور دوستم، بکتاش ایشچي، کریم جوزجاني، عزیزالله الفتي او حلیمه صدف غوره شوي دي.

د ابتدايي نتیجو پر اساس په بامیان ولایت کې ولسي جرګې ته رحیم الله یار، ظاهرالدین جان اغا، سید محمد جمال فکوري بهشتي او نېک بخته فهیمي انتخاب شوي دي.

د فراه ولایت په اړه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ريیس وویل چې له ابتدايي پایلو سره سم همایون شهیدزاده، عبدالستار حسیني، عبدالنصیر فراهي، عبدالجلال بختور او بلقیس روښان (روشن) غوره شوي دي.

اکثره غوره شوي کسان نوې او ځوانې څېرې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *