تاند، چهار شنبه، د میزان ۲۴مه: د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون وايي، تر اوسه یې ۴۵۲۸ ټاکنیزو شکایتونو څخه د ۴۳۶۲ شکایتونو څېړنه کړې ده او ۶۶ یې تر څېړنې لاندې دي، خو ۱۷۸۰ شکایتونه یې د اسنادو د نه بشپړتیا له کبله رد کړي دي.

د شکایتونو کمېسیون غړی دین محمد عظیمي وايي، ۱۸۱۷ محلات بیا شمېرل کېږي او ۷۷ مرکزونه چې د کورنیو چارو وزارت او ټآکنو کمېسیون لخوا بند اعلان شوي وو، رایې یې باطلې دي.

ښاغلي عظیمي نن د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون په خبري غونډه کې وویل، ۵۴ دولتي کسان د کمپاین او نورو سرغړونو په تړاو نغدي جریمه شوي هم دي.

بلخوا د ټاکنیزو شکایتونود کمېسیون ویاند محمد قاسم الیاسي وايي، د ور رسېدلیو ۴۵۲۸ شکایتونو څخه یې ۶۲۳ شکایتونه په مرکز او ۳۹۰۹ یې په ولایتي دفترونو کې ورسره ثبت شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د ټاکنو لومړنۍ پایلې د میزان په ۲۷مه اعلان شي، خو کمېسیون خبر ورکړی چې کېدای شي د پایلو اعلان لږ تر لږه درې ورځې وځنډېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *