تاند- د اوو سترو صنعتي هیوادونو (G7) مشرانو نن په خپله سرمشریزه کې د افغانستان د حکومت ملاتړ په داسي حال کې اعلان کړ چې دا حکومت د تروریزم پر ضد جګړې او همداراز اصلاحاتو ته دوام ورکوي.

د امریکا، بریتانیا، ایټالیا، فرانسې، جرمني، کاناډا او جاپان مشرانو په هیروشیما کې د خپلې دوه ورځنۍ غونډې په پای کې وویل:«موږ د افغانستان امنیت او ثبات ته پر ورپېښ ګواښ اندېښمن یوو.»

د امریکا ولسمشر بارک اوباما پرون /پنجشنبه/ وویل، داسي ښکاري چې طالبان د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته په راتلونکي لنډ وخت کې نه حاضرېږي.

ده دا خبره د ۷ سترو صنعتي هیوادونو د سرمشریزې په څنډه کې یوه ورځ وروسته له دې وکړه چې طالبانو ملا هبت الله اخوندزاده د خپل نوي مشر په توګه وګوماره.

اخوندزاده د ملا اختر محمد منصور له وژل کېدو وروسته د طالبانو مشر وټاکل شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *