بسم الله خان

افغانستان داسی یو هیواد دی چی هر څه پکې رامنځ کیدای سي، د هر ډول حادثاتو اټکل کیدای سي او هیڅوک د هیڅ شي تضمین نسي ورکولای-

له کومې ورځې چې غني بابا د واک پرګدۍ تکیه وهلې د نوموړي د خوندیتوب او مصونیت په اړه خورې ورې زلفۍ په خوب کې وینم او قاصد ډیر پریښانه را مالومیږی و ځګه تیر ۱۳ کلن دوران د چپ او ښې افراطیت د پرمختګ، انسجام، فرصتونو نه استفاده، د ستراتیژیکو مرکزونو نیول او د ملی جریان د له منځه وړلو او ځپلو ښه موقع او دوران وه. نظام د تهدید، تعقیب او کنټرول ټولې حربې او وسیلې ددوۍ په ولکه کې ورکړې وی. په کابل کې د خدای بخښلي ظاهر شاه بابا څخه را نیولې بیا تر ډیر کوچنی کلی پورې پر ملي شخصیتونو او ملی جریانونو باندې تورې خاورې اړول سوي. او ملي خیال او فکر په هګۍ کې له منځه وړل سوی. خو بل لوری ته بیا ۷ سره او ۸ سره بلاوو په چټکې سیالۍ سره د سیمې د استخباراتو د ګټو د ساتلو په لار کې ښکاره جنډې درولي او برسیره پر دې د نشیي توکو کار او بار، مافیایی ډلګې، د مځکو غصب او د واک انحصار په خپلو ګوتو کښې ټینګ کړۍ. ټوله افغانان یی د ببر های جهادي (شورای نګهبان) په اطاعت او پیروۍ مکلف کړل. له بده شامته نړیوالو مرسته کونکو هم د سیمې د استخباراتو په علل بدل غړو او شورای نکهبان ولایت تکیه وکړه.

د یوی منبع مالومات دا په ډاګه کوی چی د ۲۰۰۵ څخه بیا تر ۲۰۰۷ پورې د سیمې د یوې څارګرې ادارې په فرمایش تر سلو ډیر روزلي کسان د اداره امور او نورو ادارو له لارې ارګ کې په دندو ګمارل سوي. حتی دا سی هم پیشه سوې چې د کابینې د وزیر ورور همسایه هیواد ورغوښتئ او یو کس یی په لاس ورکړئ چی دا به وزیر صاحب په ارګ کې په ښه منصب ولګوي.

ټیک ۱۳ کاله چپ او ښې افراطیت د کانسپارسی تیوری پر بنیاد خپل شوم پلانونه عملي کړي او ارګ یی د خپلو تجربو

په کچرو ملامال درولۍ. سهار او ماښام به یی د هیواد لمړي کس ته د سر د سلامتئ ډاډ ورکاوه . او په خپلو کي به یی په خوند سره ویل چې( پهلوان زنده خوش است ). نور خودوی په پوهیدل چی کوم سند به چې لا اعلان سوی نه وه دوی به کاپیانی سل ځایه استولې وې.

څوک وزیر کیږی ؟واک څنګه توزیع کیږی؟ او د هیواد د ملی امنیت ستراتیژی اډانه څنګه جوړیږی؟ زما دپاره دا ځکه مهمه نه ده چې زه د چوکیدارئ هوا په سر کې نه لرم او نه زما پررایه څوک خاني کولاۍ سی چې واک تر لاسه کړي.

بله عجبه دا واورۍ چی تر غني بابا پر ما عبدالله ډیر ګران او خوښوم یی ځکه عبدالله دی چی د غنی پلانونه عملی کولای عبدالله دې چی هم یی وریځ اوهم یی شین کولای سی. اوبرسیره پر دی تجربه سوی ملی او نړیوال منل سوی,سی. شخصیت دې. زه باوري یم چی دواړه به خورا ډیره خواخوږی سره پاته سي.

زما او ټولو افغانانو دپاره دا ډیره مهمه ده چی د غني بابا د خونديتوب او مصونیت څخه څنګه  مطمین سو، ځکه د غنی ساتل د افغانستان ساتل دي په داسی حال کې چې سمیز او نړیوال نیټ ورکونه یو بل ته په داسې کمین کې سره ناست دی چی خدای مکړه پس له ډیره عمره زموږ د مستئ د میکدې دا دک جام را نسکور نسي

دا ډیره اړینه بولم چی د عبدالله سره په تفاهم د ملي جریان عنصرونه فعاله د قوم پرسته اشخاصو پر ځای وطن پرسته خلکو څخه فعال کاري ټیم جوړ سی او د تیرې فاسدې دورې ګرده ښه او بد دې څو پلا فلټر کړل سی. همداراز درې مهم امنیتي وزارتونه دی وطن پرسته مسلکی او د ملي فکر خاوندانو ته وسپارل سی.

غني بابا څخه په کلکه غوښتنه کووچې خپل ا منیت ته جدی پاملرنه ولري ځکه نه هر څه سم دي او نه ستا په واک کې دی زما لالیه!!

د دې د پاره لازمه بولو جی د ځینو خلګو نومان در په ګوته کړو. امرالله صالح که د خارجه وزیر پر ځای د ملی امنیت پر دنده وګمارل سی البته دا به د افغانستان د فکر د پا ره پر ځای اقدام وګڼل سی . ډاکټر سپنتا او اسدالله خالد هم د مناسبی دندی د پاره د هیرولو نه دی.همدا ډول که چیرې په فرهنګي ډګر کی رزاق مامون او مجید قرارهم په ارګ کې د مهمو میزبانانوپه توګه را څرګند شی چې دا به د لیلامی چپیانو او ازارګټلو ناسي راستیانوپر ځالګیو سور اور پوری کړی او ددوی د شومو عزایمو په برملا کولو کې به له افغانانو سره مرسته وکړي.

مخ په وړاندې د پرمختللی افغانستان پرلور.

خاورې بسم الله خان

کندهار

0 thoughts on “د ۷ سره او ۸ سره بلاګانو میلمه/ بسم الله خان”
  1. خپل شوم پلانونه دی په شه شکل طرح کړی او د شورای نظار لپاره شه مبلغ رول لوبولای شی شتاشو استعداد د قدر وړ ده او حتمی ده چی د نظار شورا لخوا ونازول شی . خو دوهره درته وایو چی دا وطن کی قحط رجال نشته دیر زرور او وطن پرسته کادرونه لرو چی کاری وړتیاوی هم لری مفسیدین هم ندی او په وطن یی زړه جوږیږی . او تر امرالله صالح دیر د کاری وړتیا د مسلکی استخباراتو تجربه لرونکی کادرونه شته تاسو شه خدمت ګذاری کړی ، خو به یاد ولره نوی پک سیاست کول کوی او پاکی خولی غواړی

  2. خپل شوم پلانونه دی په شه شکل طرح کړی او د شورای نظار لپاره شه مبلغ رول لوبولای شی شتاشو استعداد د قدر وړ ده او حتمی ده چی د نظار شورا لخوا ونازول شی . خو دوهره درته وایو چی دا وطن کی قحط رجال نشته دیر زړور او وطن پرسته کادرونه لرو چی کاری وړتیاوی هم لری مفسیدین هم ندی او په وطن یی زړه جوږیږی . او تر امرالله صالح دیر د کاری وړتیا د مسلکی استخباراتو تجربه لرونکی کادرونه شته تاسو شه خدمت ګذاری کړی ، خو به یاد ولره نوی پک سیاست کول کوی او پاکی خولی غواړی

  3. ۷۸۶

    دمحترم بسم الله خان له ښو وړاندیزونو څخه دا یو تریخ واقیعت له ورایه مالومیږي چی ډیری افغانان هم دښاغلی غني دسر دسلامتیا په
    اړه اندیښمن دي؟
    او نوی حکومت لومړی باید خپل دلومړي سړي ساتنه په لومړی سر کي په نظر کي نیولي وی او یا یی ونیسي ؟ داچی نوموړي بسم الله خان خبره ،دډاکتر عبدالله د ښه نیت چي دښاغلی غني په اړه سم
    بللی داهم دسوال خبره ده ؟
    او دمقرریو په اړه يي چی کم خیال پلو وهلی هم تر سوال لاندي دی ،خصوصآ درزاق مامون چي هوایی لیکنی یی کولي
    دخلکو اذهان یی خراباوه ،او دصالح په اړه هغه چی پر څوکۍ ناست و ښه سړی و خوبیا؟
    اسدالله خالدهم خپل امتحانونه ورکړي ،کندهار کي دسرحدونو چارو وزارت کي؟؟؟

    1. ۷۸۶

  4. ښه نظر دی او د غني بابا مسؤنيت ته بايد جدي او هر اړخيزه پاملرنه وسي ,
    خو دا هم بايد و وايو کوم اشخاص چي تاسو پېشنهاد کړي دي هغه و ملت ته په هيڅ ډول د اعتماد وړ نه دي ,موږ د دولت په ا‌داري چوکاټ کي ژور بدلون ته اړتيا لرو خو هغه بايد د وړتيا پر اساس وي نه ده قبيلوي,شخصي ,ګوندي او مادي ګټو پر اساس .
    مننه .

  5. ۷۸۶
    دمحترم بسم الله خان له ښو وړاندیزونو څخه دا یو تریخ واقیعت له ورایه مالومیږي چی ډیری افغانان هم دښاغلی غني دسر دسلامتیا په
    اړه اندیښمن دي؟
    او نوی حکومت لومړی باید خپل دلومړي سړي ساتنه په لومړی سر کي په نظر کي نیولي وی او یا یی ونیسي ؟ داچی نوموړي بسم الله خان خبره ،دډاکتر عبدالله د ښه نیت چي دښاغلی غني په اړه سم
    بللی داهم دسوال خبره ده ؟
    او دمقرریو په اړه يي چی کم خیال پلو وهلی هم تر سوال لاندي دی ،خصوصآ درزاق مامون چي هوایی لیکنی یی کولي
    دخلکو اذهان یی خراباوه ،او دصالح په اړه هغه چی پر څوکۍ ناست و ښه سړی و خوبیا؟
    اسدالله خالدهم خپل امتحانونه ورکړي ،کندهار کي دسرحدونو چارو وزارت کي؟؟؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *