تاند- هغه سړی ونیول شو چې په ننګرهار کې یې خپل ۷ میاشتنی زوی په خورا بې رحمۍ وژلی و.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ نن /چهارشنبه/ وویل دغه سړی، چې امان الله نومېږي، د خپل زوی د وژلو په تور په بهسود ولسوالي کې نیول شوی دی.
پولیس وايي، امان الله د بټي کوټ ولسوالي اوسېدونکی دی او اوس ترې تحقیقات روان دي.
امان الله رسنیو ته په مرکه کې د خپل زوی په قتل اعتراف کړی او ویلي یې دي چې په ځان نه شو پوی او زوی یې وواژه.
ده همداراز ویلي چې ذهني او عصبي ناروغي لري.
د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي چې امان الله وروسته له دې خپل ماشوم زوی وواژه چې د سې شنبې په ورځ یې خپله ښځه طلاق کړه.
This is good news . Children are the flower of the family. Allah give them happy life.