واحد ګل هاشمي ||
په ویتنام کې د یوې ښځې د خورا چاغ ماشوم زیږیدو خلک حیران کړل.
د دې نوي زیږیدلي ماشوم وزن شاوخوا ۱۵.۷ پونډه ښودل شوی چی له (۷،۱) کیلو ګرام سره برابر دهی.
د ماشوم د پلار په وینا کله چی ډاکټرانو ورته د خپل زوی د دومره زیات وزن لرلو خبره وکړه، ده په دې خبره هیڅ باور نه کیده.
د ډاکټرانو په وینا له ولادت څخه وروسته د مور او ماشوم دواړو صحت د ډاډ وړ دی، او دواړه کومه صحي ستونزه نه لري.
د یادونې وړ ده چې په ۲۰۱۳ م کال کی د زیات وزن لرونکي ماشوم زیږیدل خلک حیران کړي وو چې وزن یې شاوخوا ۴.۲ کیلوګرام ښودل شوی و.
د زېږېدو په وخت د ماشوم وزن خورا مهم دی له همدې کبله د نړۍ د اکثرو پرمختللیو هیوادونو زېږنتونونه ماشوم له زېږېدو سره سم تلي.
که یې وزن لږ وي، ځانګړې پاملرنه ورته کوي.