(د ﻧﻮزادي د ﺷﻌﺮ ﭘﻪ ﺑڼ کې)

دویمه برخه

ﺷﺎﻋﺮ دژوﻧﺪ رﻧګارﻧګ ﺑﺎدوﻧﻮ او ﺑﺪﻟﻮﻧﻮﻧﻮ ﭘﺴﯥ اﺧﻴﺴﺘﻰ دى او دﻏﻮ څپو د دﻧﻴﺎ ﺗﺮﭘﺎﻳﻪ ﭘﻮرې رارﺳﻮﻟﻰ دى اوڅنګه ﭼﯥ ﻛﺸﻤﻜﺶ ﺳﺮه ﻋﺎدت دى، ځکه ﭘﻪ ﺗﻮﭘﺎﻧﻲ څپو اوﺷﻮر ﻛﯥ ځانته ﻛﻮر ﻟټوي .ﺷﺎﻋﺮﻟﻪ زﻟﻤﻴﺘﻮب اوزړﺑﻮدۍ ﻧﻪ ﺷﻜﺎﻳﺖ ﻛﻮي اودﺗﻮتکۍ دوزرو وﺧﺘﻮﻧﻮﺗﻪ ﻃﻼﻳﻲوﺧﺘﻮﻧﻪ واﻳﻲ :

… زﻟﻤﻴﺘﻮب ﻣﯥ ﻛﺎﺷﻜﯥ ﻧﻪ واى

ﻣﺎﺷﻮﻣــــﺘﻮب ﻣﯥ ﻫــﻤﻴﺸﻪ واى

ﻧــﻪ ﻧــﻔــﺮت ﻧﻪ ﺑﻪ ﻛﻴﻨﻪ واى …

دﻧﻮزادي  ﭘﻪ ځینوﺷﻌﺮوﻧﻮﻛﯥ ﻟﻪ وراﻳﻪ ﻟﻴﺪل ﻛﻴږي ﭼﯥ ﻛﻨﺪﻫﺎرۍ ﻟﻬﺠﻪ ﻳﯥ داﺳﯥﻛﺎروﻟﯥ ده ﭼﯥ ﻛﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﺑﻠﻪ ﻟﻬﺠﻪ ﺑﺎﻧﺪې واړوې ،ﺷﻌﺮﻛﯥ ﻳﻮه ﻫﺠﺎ ﻛﻤﻪ زﻳﺎﺗﻪ راځياودﺷﻌﺮ وزن وراﻧﻴږي :

ﻟـﻜﻪ و ﺗﻮر اورﺑﻞ ﺗﻪ ﺳﺮه ګلوﻧﻪ

وﻳﻨــﻪ رګــو ﻛﯥ ﭘـﻪ نــڅا راځي

دﻟﺘﻪ ﻛﻪ ﻟﻪ ﻟﻮﻣړي ﻧﻴﻢ ﺑﻴﺘﻲ ﻧﻪ د «و» ﺗﻮرى واﻳﺴﺘﻞ ﺷﻲ،وزن ﺧﺮاﺑﻴږي اوﻫﺴﯥ ﺟﻤﻠﻪورﻧﻪ ﺟﻮړﻳږي. دﻏﻪ راز د «ﺳﺎﻧﺪې» ﺗﺮﺳﺮﻟﻴﻚ ﻻﻧﺪې ﺷﻌﺮﻛﯥ ﻫﻢ ﻛﻨﺪﻫﺎرۍ ﻟﻬﺠﻪ ﭘﻪﻫﻤﺪې بڼه ﻛﺎرول ﺷﻮې ده .

نوزاديﻛﻠﻪ ﻛﻠﻪ دﺗﻴﺮو ﺷﺎﻋﺮاﻧﻮ زاړه ﻛﺎرول ﺷﻮي انځوروﻧﻪ ﺳﺮه ﻧﻐﺎړي، ﻣﺮوړي ﻳﯥاوﻧﻮي ښکلي ﺗﺼﺎوﻳﺮ ورﻧﻪ ﺟﻮړوي او ﻟﻪ ځانګړې ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ رﻧﺪۍ ﺳﺮه ځان ﺗﻪ ﻓﺘﻮاوېﺻﺎدروي ﭼﯥ ﻧﻔﻠﻲ روژې دﺷﻮﻧډو ﭘﻪ ﭘﺘﺎﺳﻮ ﻧﻪ ﻣﺎﺗﻴږي. وګورئ:

ﻣﺎښام آذان ﭘﻪ ﺑﻬﺎﻧﻪ ﻣﯥ ګوره ﻣﻪ ځنډوه     ﻧﻔﻠﻲ روژې ﭘﻪ ﭘﺘﺎﺳﻮ دﺷﻮﻧډو ﻧﻪ ﻣﺎﺗﻴږي

دﻏﻪ راز ﭘﻪ « زوړ ﻳﺎر» ﻧﻮﻣﻲ ﺷﻌﺮﻛﯥ ﻟﻴﺪل ﻛﻴږي ﭼﯥ زاړه ﺗﻜﺮاري ﻣﻔﺎﻫﻴﻢ ﭘﻪ ﻧﻮﻳﻮﺗﺮﻛﻴﺒﻮﻧﻮ ﻛﯥ ﺳﺮه راﻧﻐﺎړي، ﭘﻪ ﻧﻮې ﺑڼه ﻳﯥ ﺧﭙﻠﻮ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻮ ﺗﻪ ﻣﺦ ﻛﯥ ږدي اوداﺳﯥښیي ﭼﯥ ﻫﻢ ﻳﯥ دځوانۍ ﺧﺰاﻧﻪ ﺑﺎﻳﻠﻮدې ده اوﻫﻢ ﻣﻼﺗړﻟﻰ ﺑﻮډاﺗﻮب ﺗﻪ ښه راﻏﻼﺳﺖواﻳﻲ، ﺧﻮ ﺗﺮ څنګه ﻳﯥ ځان زﻳﻦ ﻛړى آس ګڼي اوﺧﺪﻣﺖ ﺗﻪ آﻣﺎده ﻫﻢ دى :

زوړﯾﺎر

زه ﻳــﻮ ﺷــﻌــﺮ رژﻳـــــــﺪﻟﻰ

پـــاڼـې پــاڼــــې ﺑــﺎدو وړى

ﺳﺘﺎ اورﺑﻞ ﻛﯥ ﺑﻪ راټول ﺷﻢ

ﻟـــﻪ ﺷــﺎﻋــﺮه تـښتیـدﻟﻰ

د ﺷﭙﯥ ﭘړي ﻧﻪ ډارﻳــږم

ﻳﻢ د ورځې ﻣﺎر ﭼﻴﭽﻠﻰ

د ځــوانۍ ﭘﻪ ﺑﻴﻪ راﻏﻠﻢ

ﺑﻮډاﺗﻮب ﺗﻪ ﻣـــﻼ ﺗړﻟﻰ

ﻟﻪ دې څیرې ګرﻳﻮاﻧﻪ ﻧﻪ

د زړه ﭼﺎك ﺳﺮرا اﻳﺴﺘﻠﻰ

اوس ﻣﻰ ﺑﻨﺪ د زړه رګوﻧﻪ

وﻳـﻨﻪ ﻧـﻪ ﺷﻰ ﺗﻴــﺮﻳـــﺪﻻى

ﭘــﻪ ﺗﺎوﻳــﺰ ﻳﯥ ﺗﺴﻞ ﻧﻪ ﺳﺘﻪ

ﻣُـــﻼ څــه ﺑــﻼ وﻫــﻠــــﻰ

د ﻳــﻮ ﭼــﺎ ﭘــﻪ دُﻋــﺎ ﭘﺎﻳــﻢ

ﻧﻮم ﻳﯥ ﻧﻪ ﺷﻢ اﺧـﻴﺴﺘـــﻼى

ﻳﺎران ﻫﻢ ﺳﺘﻪ ﻳﺎدوي ﻣــﯥ

ځکـه ګــرځمه ﺳﺮﻟـﻮړى

ﻧﻮزادي ﻫﻢ ﻳﻮ زوړ ﻳﺎردى

ﻟﻜﻪ آس ﭼﯥ وي زﻳﻦ ﻛـړى

ﻧﻮزادي ﻟﻪ آزاد ﺷﻌﺮ ﻧﻪ ﻗﺎﻓﻴﻪ وال ﺗﻪ ډﻳﺮه ﭘﺎﻣﻠﺮﻧﻪ ﻛړې ده. ﭘﻪ ﻗﺎﻓﻴﻪ ﻳﯥ زوراﭼﻮﻟﻰ دىاوﭘﻪ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ  ﻣﻬﺎرت ﺳﺮه د ﻗﺎﻓﻴﯥ ﻛﭽﻜﻮل ﭘﻪ ﻏﺎړه دﺷﻌﺮﻟﻪ ﻣﻠﻜﯥ ﻧﻪ دانځوروﻧﻮ ﺧﻴﺮﻏﻮاړي، ﺗﺮڅو دﺧﭙﻠﯥ ﺗﻠﻠﯥ، ﺑﺎﻳﻠﻠﯥ ځوانۍ ﻳﺎدوﻧﻪ ﺗﺎزه ﻛړي او ﭘﺮ ﺧﭙﻠﻮ ټپوﻧﻮ ﺑﺎﻧﺪې د ﺷﻌﺮﻧﺮم ﻣﺮﻫﻢ ﻛﻴږدي اوﺧﭙﻞ ﺑﻮډاﺗﻮب ﺳﺮه ﻫﻢ دﻫﻤﺪې ﺷﻌﺮي انځوروﻧﻮ ﭘﻪ زوراوﻣﺮﺳﺘﻪ ګوتې وﻣﺮوړي .

ﭘﻪ دې ټولګه ﻛﯥ دﻗﺎﻓﻴﻪ وال ﺷﻌﺮښې ﻧﻤﻮﻧﯥ ﻣﻴﻨﺪﻻى کیږي، ﺧﻮ د« ﻣﺎﻫﻲ ګیراوﭘﺎﭼا» کیسه  ﻳﯥ اوج ګڼلاى ﺷﻮ .اوﺳﻨﻲ پښتوﺷﻌﺮﺗﻪ ادﺑﭙﻮﻫﺎن رزﻣﻲ ـ ﺗﻐﺰﻟﻲ ﺷﻌﺮ وﻳﻼى دى، او دﻧﻮزادي  ﭘﻪ دېټولګه(بریتور آشنا)ﻛﯥ دواړو ﺑﺮﺧﻮ ﺗﻪ ﭘﺎﻣﻠﺮﻧﻪ ﺷﻮې. د رزﻣﻲ ﺷﻌﺮ ښه ﺑﻴﻠګه ﻳﯥ « ﻧﻤﻚ ﺣﺮام دوران» دى ﭼﯥ داﻓﻐﺎن ﻣﻠﺖ د رزﻣﻮﻧﻮ، ﻣﻴړاﻧﻮ او ﻧﺎﺧﻮاﻟﻮ ﻏﻮره نمونهﻳﯥ ﭘﻪ دوو ګوﺗﻮﻛﺎﻏﺬﻛﯥ راﻏﻮټه ﻛړې ده:

نمک ﺣﺮام دوران :

ﻛـــﻮم روﻳﺒـــﺎر ﺑـــﻪ ﺑﻴـــﺎ دﻳـــﺎر د کوڅې راﺷـــﻲ

ﭼﯥ ﭘﻴــﻐـﺎم ﻳـﯥ وﭼـﻮ ﺷـﻮﻧــډ و ﺗـــﻪ ﻣﻮﺳـﻜــﺎ ﺷـﻲ

ﻛـــﻮم ﻣــﻴﺮوﻳــﺲ ﺑـﻪ ﺑﻴﺎ ګرګین ﭘﻪ وﻳﻨﻮﺳـﻮر ﻛـړي

ﻛﻮﻣــــﻪ ﻣــــﻮر ﺑــــﻪ ﻳـــــﻮ وار ﺑﻴﺎ ﻧــﺎزو اﻧـﺎ ﺷـﻲ

څـــﻮك ﺑـــﻪ ﺑﻴـــﺎ د ﭘـــﺎﻧﻲ ﭘـــﺖ ﻧـــﺎره ﺗـــﺎزه ﻛـــړي

څــﻮك ﺑــﻪ ﺑﻴــﺎ ﭘــﺮ ﭘﻠــﻪ روان د اﺣـــﻤــﺪ ﺷــﺎه ﺷــﻲ

د اﻛﺒـــــﺮ ﺧﻨﺠـــــﺮ ﺑـــــﻪ ﻛﻠـــــﻪ ﺑﻴــــﺎ ﺳــﻮر ﻛﻴـږي

ﺑﻴـــــﺎ ﺑـــــﻪ ﻛﻠـــــﻪ د اﻳـــــﻮب ﺗـــــﻮره ﺗـــﺮﻣﻼ ﺷـﻲ

د ﻏـــﺎزى ادې ټکرى ﺑـــﻪ څـــﻮك ﭘـــﺮ ﺳـــﺮﻛـــړي

ﻣﻼﻟـــــۍ ﭼﻴﻐـــــﻪ ﺧـــــﻮره ﺑـــــﻪ ﻛﻠـــــﻪ ﺑﻴـــﺎ ﺷـﻲ

د پــښتون ﺷـــﻤﻠﻪ ﺑـــﻪ ﺟګـــﻪ ګـــﻮره څـــﻮك ﻛـړي

ﻣﻴﺮاث ﺧـــﻮرﺑــﻪ ﺧﺪاﻳﻪ څوك ﻧــﻦ د ﺷﻴــﺮﺷـﺎه ﺷـﻲ

ﻛــــــﻪ ﺧﺒـــــــﺮ ورﺗـــــــﻪ د وراﻧــــﻮ ﻛﻠﻴــﻮ ﻳﻮﺳـﻢ

ﻫــــــــﺮه ﺗﻴــــــــږه د ﺧﻴﺒــــــــﺮ ﺑــﻪ ﭘــﻪ ژړا ﺷـﻲ

ﺳـﺮه ﻟښکر ﺗـﻪ ﺑـﻪ څـﻮك ﺳـﺮه ﺳﺘرګه ښـﻜﺎره ﻛړي

ﭼــﻰ ﺗـﻮر ﺧـﺮس ﻏﻮﻧـﺪې ﻳـﯥ ځـﺎى، ﺳـﺎﺋﻴﺒﺮﻳﺎ ﺷﻲ

ﻛﻠـــــﻪ اوښـــــﻜﯥ ﺑـــــﻪ ﺷـــــﻲ وﭼـــــﯥ د ﺑﻴﺒﻴــﺎﻧﻮ

ﻛﻠــــــــﻪ ټــــــــﻮل ﺑــــــﻪ دا ټــغـر د ﻛـﺮﺑﻼ ﺷــﻲ

څــــﻪ دوران ﻧﻤــــﻚ ﺣــــﺮام ﻣــــﻮ ﺷـﻮ ﭘـﻪ ﺑﺮﺧـﻪ

ﭼـــــﻰ ﺑﭽـــــﻰ د ﻣـــــﻮر ﭘـــــﻮړﻧﻲ ﺗـــﻪ ﺑـﻼ ﺷـﻲ

ﻧــــــﻮزادى ! ﻛــــــﻪ ورور ﺗــــﺮ وروره ورﺳﻴږي

ﻣـــــــــﺎﻣﻠﯥ ﭘټـــــــــﯥ ﺑـــــــــﻪ واړه ﺑــــﺮﻣﻼ ﺷـﻲ

دﻋﻴﻨﻲ ژوﻧﺪاﻧﻪ د ﺳﺘﻮﻧﺰو ژوﻧﺪۍ ﻧﻤﻮﻧﯥ او ﭘﻪ ﺷﻌﺮﻛﯥ ددې ﺳﺘﻮﻧﺰو اﻧځورولدﻧﻮزادي دﺷﻌﺮ ﺑﻠﻪ ﻋﻴﻨﻲ اوﺣﺲ ﻛﻴﺪوﻧﻜﯥ ځاﻧګړﻧﻪ ده. ﭘﻪ دې ﻣﺠﻤﻮﻋﻪ ﻛﯥ ﺗﺮ ټوﻟﻮ ښهﺑﻴﻠګه د «دﻟﺘﻪ» ﺗﺮ ﺳﺮﻟﻴﻚ ﻻﻧﺪې ﺷﻌﺮ دى. ﭘﻪ دې ﺷﻌﺮﻛﯥ ﺷﺎﻋﺮ د ټوﻟﻮ ﻫﻐﻮ ﻣﻬﺎﺟﺮوﺣﺎل اﻧځوروي ﭼﯥ دزدﻛړو اوﺗﺠﺎرﺑﻮ ﻟﻪ ﻏﻨﻲ ﺧﺰاﻧﻮ ﺳﺮه، ﺳﺮه دﻟﺘﻪ ﭘﻪ ﻫﺮ ﭘﺮديﭼﺎﭘﻴﺮﻳﺎل( ﻟﻪ ﻫﻴﻮاده دﺑﺎﻧﺪې) ﻛﯥ ﻳﺎ ﻫیڅ ﺑﻴﻪ ﻧﻪ ﻟﺮي او ﻳﺎ ﭘﻪ ﻛﻢ ارزۍ ورﺗﻪ ﻟﻴﺪل ﻛﻴږي،دﭼﺮﺗﻮﻧﻮ او ﺗﺸﻮﻳﺸﻮﻧﻮ ﭘﻪ ﺳﻤﻨﺪر ﻛﯥ ﻻﻫﻮ او دﻧﻴستۍ ﭘﻪ ﻟﻮر روان دي:

زه ﭘﻪ ﺑﺎڼه ﻛﯥ ﺑﻨﺪه ﺷـﻮې اوښــکه

ﻧﻪ د ﻟﻴﻤﻪ ، ﻧﻪ د ګرﻳﻮان ﺷﻮم دﻟﺘﻪ

ﻟﻜﻪ ﺑﯥ وﺧﺘﻪ رژﻳـــﺪﻟﯥ ﻏــﻮټــۍ

ﻧﻪ د ﻛﺎﻛﻞ، ﻧﻪ د ﺑﺎﻏﻮان ﺷﻮم دﻟﺘﻪ

ﻧﻪ ﭘﺮﺳﺎﺣﻞ ﺑﺎﻧﺪې ﻣﯥ وﻣﻮﻧﺪ آرام

ﻧﻪ د څپو ﻧﻪ د ﺗــﻮﭘﺎن ﺷﻮم دﻟـــﺘﻪ

ﻧﻪ ﭘﺮ ﺗﻨﺪي دﭘﻴـــﻐﻠﻮ ﺧـــﺎل ﭘﺮﻳــﻮﺗــــﻢ

ﻧﻪ ﭘﺎس ﭘﺮﺳﺮو ﺷﻮﻧډو ﭘﻴﺰوان ﺷﻮم دﻟﺘﻪ

زﻣﺎ د ﺧﻴﺎل ﻟﻴﻼ، درﺧـــﻮ ﭘـــﺎﺗﯥ ﺷـــﻮه

ﻧﻪ ﺧﻮ ﻣﺠﻨﻮن ﻧﻪ آدم ﺧــــﺎن ﺷﻮم دﻟﺘــﻪ

ﻣﺎ د ﭘﺮدۍ ﻏﻴږې ﺧــﻮﺑـــﻮﻧــــــﻪ ﻟــﻴﺪل

ﻧــﻪ دﻳــﻮرپ ﻧــﻪ د اﻓــﻐﺎن ﺷﻮم دﻟﺘــﻪ

د ﻏﻴﺮت ﭼﻴﻐﻮ ﻣﯥ ﺑﺎزار و ﻧﻪ ﻣــﻮﻧـــﺪ

د ﻧﻮزادى ﭘﻪ ﺷﺎن ارزان ﺷـﻮم دﻟــﺘــﻪ

                                                د دویمې برخې پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *