پوهندوی آصف بهاند

(د ﻧﻮزادي د ﺷﻌﺮ ﭘﻪ ﺑڼ کې)

دریمه برخه 

دﺷﺎﻋﺮاﻧﻮ د دﻧﺪو ﭘﻪ ﺳﻠﺴﻠﻪ ﻛﯥ ﭼﻴﺮې وﻳﻞ ﺷﻮي وﭼﯥ :« ﻣﻮږﺷﺎﻋﺮان دﻋﺪم دروازې ﭘﻪ ﺳﻮﻛﺎﻧﻮ وﻫﻮ، ﺗﺮ څو ﻳﻮ ځواب ورﻛﻮﻧﻜﻰ ﻏږ

واورو… »

ﻧﻮزادي ﻫﻢ دﺧﭙﻞ ژوﻧﺪ ټوﻟﯥ ﺗﺠﺮﺑﯥ،ﺧﺎﻃﺮې او دﻳﻮاﻟﻮﻧﻪ  ﭘﻪ ﺳﻮﻛﺎﻧﻮ وﻫﻲ، ځوابورﻧﻪ ﻏﻮاړي اوﭘﻪ ﺧﭙﻠﻮ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ ﭼﻴﻐﻮ ﺳﺮه ﻏﻮاړي د ﺧﺎﻣﻮش اﻛﺜﺮﻳﺖ ﻟﻪ داﻳﺮې څخهﻟﻮﻣړى ځان او ﺑﻴﺎ ﺧﭙﻞ ﻧﻮر د ﻛﺘﺎر ﻣﻠګري را وﺑﺎﺳﻲ او راوﻳښ ﻳﯥ ﻛړي، دﻫﻤﺪې ﻫﺪفﭘﻪ ﺧﺎﻃﺮ ﭼﻐﯥ وﻫﻲ:

ﻧــﻮر د ﻋـﻘـﻞ ﻟﻪ ﺑﺎزاره ﺑــﻪ راوځـم

ﻟـﻴﻮﻧـﻮﻏـﻮﻧﺪې ﻟﻪ ښاره ﺑـﻪ راوځـــم

د ﺗﻘﺪﻳﺮﭘﻪ ګوﺗﻮ څیرې ګرﻳﻮان ﺳﺮه

ﻫــﻮښـیــاراﻧـﻮ ﻟـﻪ ﻛـﺘﺎره ﺑﻪ راوځم

ﺗــﺮ اﻳﺮو ﻻﻧﺪې ﺑڅـرﻛﻰ ﻧﻪ ﭘﺮﻳﻮزم

و ﻟــﻤـﺒـﻮﺗـﻪ ﻟﻪ اﻧـګـاره ﺑـﻪ راوځـم

ﭘﻪ ﻟﻴﻤﻮ ﻛﯥ ﺑﻪ ﻣﯥ ﻣﻴﻨﻪ ﻳﺎر ﺗﻪ ﻳﻮﺳﻢ

ﻟﻪ ﻗﺎﺻﺪه، ﻟﻪ روﻳﺒــﺎره ﺑﻪ راوځـــم

د ﺑـﺮﻳښنا ﭘﻪ دود ﺑﻪ ځم د ﻳﺎر ﺗﺮﻛﻠﻰ

دﺗـﻴـﺎرو د ﻳــﻮن ﻟﻪ ﻛﺎره ﺑﻪ راوځم

ﭼﻰ ﺷﻤﻠﻪ ﻣﻰ د اﻳﻮب ﺑﻴﺎ ﺟګه ﻧﻪ ﻛړه

ﻣــﻼلۍ د ﻏـﺎړې ﻫـﺎره ﺑـﻪ راوځــــم

دﻟﻤﺮښارﻛﯥ ﺑﻪ د ﭘﻴﻐﻠﻮ اﺗڼ ﺟﻮړ ﻛړم

ﺗــﻮرو ﺷـﭙﻮ ﻛﯥ ﻟﻪ ﺧـﻤﺎره ﺑـﻪ راوځم

ﭘښتنوﺗﻪ ﺑﻪ ﻛړم ږغ «ﻛښتۍ ډوﺑﻴږي!»

و اﻗــﺮارﺗــﻪ ﻟــﻪ اﻧــﻜﺎره ﺑــﻪ راوځــم

ﻳﺎ ﺑﯥ وﻳښ ﻛړم د ﻛﻠﻮﻟﻪ دراﻧﻪ ﺧــﻮﺑﻪ

ﻳﺎ ﻧــﻮزاد او ﻛﻨﺪﻫﺎره ﺑﻪ راوځــم

دﻧﻮزادي دﺷﻌﺮوﻧﻮ دا ټولګه(بریتور آشنا)ﻛﻪ ﭘﻪ ځیرﺳﺮه وﻟﻮﺳﺘﻞ ﺷﻲ، ﻟﻴﺪل ﻛﻴږي ﭼﯥ ﺷﺎﻋﺮ ځاند زړﺑﻮدۍ ﭘﻪ زﻳړ ﺑڼ ﻛﯥ اﻳﺴﺎر اﺣﺴﺎﺳﻮي او ددې زﻳړﻣﻨﻲ دزﻳړو ﭘﺎڼو ﭘﻪ اﺗڼ ﻛﯥ ﭘﻪﺧﭙﻞ ﺗﻴﺮ ﺷﻨﻪ ﭘﺴﺮﻟﻲ (ځوانۍ) ﭘﺴﯥ ډﻳﺮځلې ارﻣﺎن ﻛﻮي:

ﺧﺰاﻧﯥ ﻛﻪ دﻗﺎرون ورﺑﺎﻧﺪې ورﻛړم

ﻧﻪ ﺑﻪ ﺑﻴﺎ راڅخهﺗﻠﻠﯥ ځواﻧﻲ راﺷــﻲ

او یا:

ﭼـــــــــﯥ ځـــــــــﻮاﻧﻲ ﻣـــــــــﺦ ﭘـــــــــﻪ زوال ﺷـــــــــﻲ

اﻟــــــــــﻒ ﻗــــــــــﺪ ﭼــــــــــﯥ ﻟﻜــــــــــﻪ دال ﺷــــــــــﻲ

ﻧﻮزادي  ﭘﻪ ځوانۍ  ﭘﺴﯥ ارﻣﺎﻧﺠﻦ او ﻟﻪ ﺧﭙﻞ ﺳﺘړي ژوﻧﺪ ﻧﻪ ګیله ﻣﻦ دى. ځان ﻣﻼﻣﺖګڼي، ﺧﻮ دى دﻧﻮرو ډﻳﺮو ﺷﺎﻋﺮاﻧﻮ ﭘﺮﺧﻼف ﻧﻪ واﻳﻲ ﭼﯥ ﻣﺎ ﻣﻪ وﻟﺊ، ﻻ ﭘﻪ ﺟګ ﻏږواﻳﻲ :

ﻫـﺮﭼـﺎ وﻳـﺸﺘﻰ ﻳـﻢ ﭘﻪ ﻛـاڼـو، دﺳﻨـګـسارﺳـﺮه ﺟـﻮړﻳږم

دﻣﻨــﺼﻮرﺳﻜﻨﻰ ورورﻳـــﻢ،زه ددارﺳـــﺮه ﺟـــﻮړﻳږم

دوﺧﺖ  ﻧﺎﻛﺮدو، ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻟﻮﺑﻮ او ﻛﺸﻤﻜﺸﻮﻧﻮ ﻧﺎ اﻣﻴﺪه ﻛړى دى، داﺳﯥ ښکاري ﭼﯥﺷﺎﻋﺮﻧﻮر ژړاﻧﺪه ﭘﻪ ورﻛﻮ ﻻرو ﺳﺮ دى او ﭘﻪ ژړا ژړا واﻳﻲ :

ﭼـــﯥ ﺷـــﻤﻠﯥ ﺑـــﻪ ﻳـــﯥ دﺧﻴـــﺎل ﻫﻮډوﻧـــﻪ ﺟـــګ وړل

اوس ﻫﻐــــــﻪ ﻟــــــﻮﻧګۍ ﻟــــﻮﻳــــــﺪﻟﯥ ﭘــــــﺮ اوږو وړم

د رﻧﺪۍ دﻧړۍ ﺗﻮري اوﻛﻠﻤﺎت ﻳﯥ ﭘﻪ ﺷﻌﺮﻛﯥ ﻟﻪ وراﻳﻪ ﻣﺎﻟﻮﻣﻴږي. ﺟﺎم، ﻣﻰ، ﻣﻴﻨﺎ،ﻣﻴﺨﺎﻧﻪ، ﻣﻰ ﭘﺮﺳﺖ،ﺷﺮاب اﻧګوراو… دﻧﻮزادي ﭘﻪ دې ټولګه ﻛﯥ ډﻳﺮ ﻳﺎد ﺷﻮي دي. د ځوانۍ ﺧﺎﻃﺮات او دزړﺑﻮدۍ دردوﻧﻪ اورنځوﻧﻪ ورﺳﺮه ﭘﻪ ﺷﺎﻋﺮاﻧﻪ ډول ﻏﻮټه ﻛړاىﺷﻮي دي.

دﻧﻮزادي دﺷﻌﺮوﻧﻮ دا ټولګه دده دژوﻧﺪ د دردوﻧﻮ، رنځوﻧﻮ، ﻣﺎﺗﻮ، ﻫﺠﺮﺗﻮﻧﻮ،ﻳﺂﺳﻮﻧﻮ د دورې ﻣﺤﺼﻮل ﺗﺨﻠﻴﻘﺎت دي، ﭼﯥ ﭘﻪ ﻛﯥ ﭘﻪ ښه توګه دده دزړه اوﺿﻤﻴﺮﻏږانځور ﺷﻮى دى.ﭘﻪ رﺳﺎ ژﺑﻪ ﺧﭙﻠﯥ ځواﻧﯥ ﭘﺴﯥ اﻓﺴﻮس ﻛﻮي اوﻟﻪ ﻳﻮه رنځووﻧﻜﻲ ﺣﺎﻟﺖﺳﺮه ﻻس ګرﻳﻮان دى، ﺧﻮﻟﻪ دې ټوﻟﻮﻛړاووﻧﻮ اوﺳﺘﻮﻧﺰو ﺳﺮه،ﺳﺮه ﭘﻪ ده ﻛﯥ ﺑﻴﺎ ﻫﻢ دﻣﻴﻨﯥﺟﺬﺑﻪ ژوﻧﺪۍ ده، دوﻃﻦ دﻣﻴﻨﯥ ﺟﺬﺑﻪ، دﺧﻠﻜﻮ د ﻣﻴﻨﯥ ﺟﺬﺑﻪ اودده دﺧﭙﻠﯥ ورﻛﯥ ﻣﻴﻨﯥﺟﺬﺑﻪ .

د وﻃﻦ د ﺟﻮړوﻟﻮ او د ﺧﻠﻜﻮ د ښادوﻟﻮ ﻟﻪ ﭘﺎره  ﻧﻮزادي ﻓﻜﺮوﻧﻪ  د زﻣﺎﻧﯥ ﻧﺎﺧﻮاﻟﻮ اوﻛﻜړو ﺳﻴﺎﺳﻲ ﻣﻌﺎﻣﻠﻮ داﺳﯥ ﺳﺮه وﭘﺎﺷﻞ ﻟﻜﻪ ﭘﻪ ﺗﻴﺎره ﻛﯥ ﺷﻠﻴﺪﻟﻰ اﻣﻴﻞ ﭼﯥ ﺑﻴﺮﺗﻪټوﻟﻮل اوﺟﻮړول ﻳﯥ ﻳﺎ ﺳﺘﻮﻧﺰﻣﻦ وي اوﻳﺎ ﻫﻢ ﻧﺎﺷﻮني، ﺧﻮ دى ﭘﻪ ﺧﭙﻞ ځانګړي رواﻧﻲﭼﺎﭘﻴﺮﻳﺎل ﻛﯥ ﭘﻪ ﻫﻤﺎﻏﻪ ﻧﻴﻚ ﻧﻴﺖ ﻓﻜﺮﻛﻮي د ﺧﭙﻠﻮ ﻫﻠﻮځلو ﻟړۍ ﻻ ﭘﺴﯥ ﺗﻌﻘﻴﺒﻮي .

څوﻟﺴﻴﺰوﺟګړو، ﻣﻬﺎﺟﺮت اوﭘﻪ ﺗﻴﺮه ﺑﻴﺎ ﭘﺮدي ﭼﺎﭘﻴﺮﻳﺎل او ﻧﻮﻳﻮ ﺗﺠﺮﺑﻮ ﭘﺮټوﻟﻮ ﺑﯥځایه ﺷﻮﻳﻮ ﺑﺎﻧﺪې ﺧﭙﻞ ځاﻧګړي ﺗﺎﺛﻴﺮات ﭘﺮیـیـښي دي، ﭘﻪ ﺗﻴﺮه دﻓﺮهنګیاﻧﻮ او ﻟﻪ ﻫﻐﯥډﻟﯥ ﻧﻪ د ﺷﺎﻋﺮاﻧﻮ، ﭘﻪ ﻓﻜﺮي ﺟﻮړښت ﻛﯥ ﻳﯥ د ﭘﺎﻣﻠﺮﻧﯥ وړ ﺑﺪﻟﻮﻧﻮﻧﻪ راﻣﻨځ ﺗﻪ ﻛړي دياو دﻏﻪ ﺑﺪﻟﻮﻧﻮﻧﻪ د دوي ﭘﻪ ﺗﺨﻠﻴﻘﺎﺗﻮ ﻛﯥ ﻟﻪ وراﻳﻪ اﺣﺴﺎﺳﻴږي. ﻧﻮزادي د ﻫﻐﻪ ﻧﺴﻞاﺳﺘﺎزى دى ﭼﯥ ﺗﻴﺮې ﺗﺠﺮﺑﯥ ﺑﺎ ارزښته ﺧﺰاﻧﻪ ګڼي اوﻟﻪ ﻧﻮﻳﻮﻻس ﺗﻪ راوړوﻧﻮ ﺳﺮه ﻳﯥ ﻳﻮځای ﻛﻮي، ﻧﻮى ﻓﻜﺮ ورﺑﺎﻧﺪې ﻛﻮي اوﻧﻮي ﻧﺴﻞ ﺗﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻧﻮې بڼه وړاﻧﺪې ﻛﻮي، ﭼﯥ داﺗﺠﺮﺑﻪ ﻳﯥ ﭘﻪ ﻫﺮﺷﻌﺮ ﻛﯥ ﻣﺤﺴﻮﺳﻪ ده .

دﺷﻌﺮ ﭘﻴﺎم ﻳﯥ ﻛﻠﻪ ﻛﻠﻪ ﻟﻪ ﻛﻠﻴﺸﻪ اي ﺣﺪودوﻧﻪ ﻗﺪم وړاﻧﺪې ږدي او داوسنۍ دورې ﻟﻪﻏﻮښتنوﺳﺮه ﺳﻢ ﻣﺴﺎﻳﻞ ﭘﻪ ﻛﯥ ﻣﻄﺮح ﻛﻮي، ﺗﻮره ﭘﺮﻳږدي اوﭘﺮځاى ﻳﯥ د ﻗﻠﻢ، ﻟﻴﻚﻟﻮﺳﺖ اوﭘﻮﻫﯥ ﻟﻮرى ﻏﻮره ﻛﻮي اوتر ټولو ښه ﭘﻴﺎم دا دى ﭼﯥ دﻧﻔﺮت ﭘﺮځاى ﻣﻴﻨﯥ ﺗﻪډﻳﺮه ﭘﺎﻣﻠﺮﻧﻪ ﺷﻮې ده. ﺷﺎﻋﺮﻫﺮڅه ﺗﻪ دﻣﻴﻨﯥ ﻟﻪ دریڅې ګوري .

ﻧﻮزادي دﺧﭙﻞ ذﻫﻦ ﻟﻪ دریڅې ﻧﻪ ﺟﻬﺎن ﺗﻪ ﻛﺘﻠﻲ دي، ﺧﭙﻞ ﭼﺎﭘﻴﺮﻳﺎل، ټوﻟﻨﯥ اوﺧﻠﻜﻮ ﻧﻪﻳﯥ ﻋﻜﺎﺳﻲ او اﺧﻴﺴﺘﻨﻪ ﻛړې ده، ﺑﻴﺎ ﻳﯥ د ﺧﭙﻠﻮ ﺗﻴﺮ وﺗﺠﺮﺑﻮ ﭘﻪ ﻻﺑﺮاﺗﻮار ﻛﯥ ﭼﺎڼ ﻛړيدي او د ﺧﭙﻠﻮﻏﻮښتنو ﺳﺮه ﻣﻞ ﻳﯥ، دﻛﻠﻤﺎﺗﻮ ﭘﻪ ﻟﻮښي ﻛﯥ ﻟﻪ ﺗﺸﺒﻴﻬﺎﺗﻮ، اﺳﺘﻌﺎرو،ﻛﻨﺎﻳﻮ او ﺗﺨﻴﻞ ﺳﺮه ﻳﻮځاى دﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻮﻣﺦ ﻛﯥ ایښي دي.اوس د ﻧﻮزادي ﻟﻪ دېﺗﺨﻠﻴﻘﺎﺗﻮ ﻧﻪ اﺧﻴﺴﺘﻨﻪ، ﺑﺮداﺷﺖ، ﻗﻀﺎوت او د ښو او نا ښوﺑﻴﻠﻮل،دﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻮ ﻛﺎر او دى.

ﻧﻮزادي دزدﻛړو اوﻣﺴﻠﻚ ﻟﻪ ﻣﺨﯥ  ﻳﻮاﻧﺠﻨﻴﺮ دى، ﺧﻮ د ژﺑﺎړې، ﻟﻴﻜﻨﯥ اوﺗﺨﻠﻴﻖ ﭘﻪډګر ﻛﯥ ﻳﯥ ﻫﻢ د ﺧﭙﻞ ژوﻧﺪ ډﻳﺮه ﺑﺮﺧﻪ او وﺧﺖ ﻛﺎروﻟﻰ دى، او د پښتوادب ﭘﻪ ډګر ﻛﯥﻣﻮږ داﺳﯥ  بیلګې ډﻳﺮې ﻟﺮوﭼﯥ د ﺧﭙﻞ ﻣﺴﻠﻚ  ﺗﺮڅنګه ﻳﯥ ﺷﺎﻋﺮي ﻟﻴﻜﻮاﻟﻲاوﻧﻮرﻫﻨﺮي ﻛﺎروﻧﻪ ﻫﻢ ﻛړي دي. ﻟﻜﻪ :

اﻧﺠﻴﻨﻴﺮګل اﻓﻀﻞ ټﻜﻮر(ﺷﺎﻋﺮ)

اﻧﺠﻴﻨﻴﺮﻧﻈﻴﻒ اﷲ ﺗﻜــﻞ (ﺷﺎﻋﺮ)

ډاﻛﺘﺮﺣﻔﻴﻈﺎﷲ ﺧﻮږﻟـﻦ (ﺷﺎﻋﺮ)

ډاﻛـﺘﺮﭘـﻴﺮوز(ﺳﻨــﺪرﻏـــــﺎړى)

او…

ﭘﻪ دوى ﻛﯥ ﻳﻮﻫﻢ ﻧﻮزادى دى،ﭼﯥ د ژوﻧﺪ ډﻳﺮه ﺑﺮﺧﻪ او وﺧﺖ ﻳﯥ د ﺷﺎﻋﺮۍ،ﻟﻴﻜﻮالۍ او ژﺑﺎړو ﻟﻪ ﭘﺎره ﺟﻼ ﻛړى ده .ﻧﻮزادي دﺧﭙﻞ ﻋﻤﺮ ښاﻳﺴﺘﻪ ډﻳﺮه ﺑﺮﺧﻪ ﻟﻪ ﻫﻴﻮاده ﺑﻬﺮ ﺗﻴﺮه ﻛړې ده. د ﻟﻮړو زدﻛړو ﻣﻬﺎلاو ﭘﻪ ډﻧﻤﺎرك ﻛﻰ دﻣﻬﺎﺟﺮت ژوﻧﺪ ﺗﻴﺮول؛ ﺧﻮ ده ﻫﻴڅﻜﻠﻪ ﺧﭙﻞ وﻃﻦ، ﺧﻠﻜﻮ،  ﻛﻠﺘﻮر،ﻣﻔﻜﻮرې اوذﻫﻨﻴﺖ ﺗﻪ ﺷﺎ ﻧﻪ ده اړوﻟﯥ.ژوﻧﺪ ﻳﯥ ورﺳﺮه ﻛړى او ﻗﺪم ﭘﻪ ﻗﺪم ﻳﯥ ﻳﺎدوي .څوﻣﺮه ﭼﯥ ﻣﺎ ﻧﻮزادي ﭘﻴﮋﻧﺪﻟﻰ دى، ده ﺧﭙﻠﯥ ﻓﺮهنګي هڅې ﭘﻪ ﺷﻮروى اﺗﺤﺎد ﻛﯥ ﻟﻪژﺑﺎړوﻧﻪ راﭘﻴﻞ ﻛړي دي، ﺑﻴﺎ ﻳﯥ د ﺗﺪرﻳﺲ ﺗﺮڅنګه د ﺗﺎﻟﻴﻔﺎﺗﻮ، څیړﻧﻮاو ﺗﺨﻠﻴﻖ ﭘﻪ دګر ﻛﯥﻫﻢ ﻗﺪم ایښی دى .

ﻛﻠﻪ ﭼﯥ ﭘﻪ ټول اﻓﻐﺎﻧﺴﺘﺎن ﻛﯥ دﻓﺮﻫﻨګي ﻳﻮن ﺑﻬﻴﺮ ﺗﻪ وګورو، ﻧﻮزادي ﭘﻪ ﻧﻪ ﺳﺘړيﻛﻴﺪوﻧﻜﻲ ډول ﭘﻪ دې ﻳﻮن ﻛﯥ ﻣﺦ ﭘﺮوړاﻧﺪې روان دى،ژﺑﺎړې ﻛﻮي، ﻋﻠﻤﻲ ﻣﺴﺎﻳﻞراﺳﭙړي او ﭘﻪ ﭘﺎى ﻛﯥ د ﺷﻌﺮ ﭘﻪ ﺑڼ ﻛﯥ ﻟﻜﻪ ﺳﺮګرداﻧﻪ ﻋﺎﺷﻖ ګرځي راګرځي؛ ﺧﻮ زه داﭘﻪ ټینګار ﺳﺮه ﺑﻴﺎ ﺑﻴﺎ واﻳﻢ ﭼﯥ دده دﻋﻠﻤﻲ څیړﻧﻮ اواوﺳﻨﻴﻮ ﺳﺎﻳﻨﺴﻲ ﻣﻀﺎﻣﻴﻨﻮ ژﺑﺎړه ﭘﻪاوﺳﻨﻲ وﺧﺖ ﻛﯥ دټوﻟﻮ ﻟﻮﺳﺘﻮﻧﻜﻮﻟﻪ ﭘﺎره ډﻳﺮه اړﻳﻨﻪ ده، ﭘﻪ ﺗﻴﺮه د ﻧﻮي ﻧﺴﻞ ﻟﻪ ﭘﺎره.دﺷﻌﺮ ا وﻧﻮرو ادﺑﻲ ﻣﺴﺎﻟﻮﭘﻪ ﺑﺎب ﺧﻮﻣﻮﺷﻜﺮ دى د ﻗﻠﻤﻮاﻟﻮ ﻛﻤﻰ ﻧﻪ ﺷﺘﻪ، ﺧﻮﭘﻪ ﻋﻠﻤﻲاو ﺳﺎﻳﻨﺴﻲ ﻣﺴﺎﻳﻠﻮ ﻛﯥ زﻣﻮږ دﻗﻠﻤﻮاﻟﻮ هڅې ﭘﻪ ﻧﺸﺖ ﺣﺴﺎب دي اوزﻣﻮږ ﺳﺘﺮګېدﻏﺴﯥ ﻓﺮهنګي ﺷﺨﺼﻴﺘﻮﻧﻮ ﺗﻪ ور اوړي ﻟﻜﻪ ﻧﻮزادي.

ﻣﺎ ﻧﻮزادي ﺗﻪ دﻋﻠﻤﻲ  ﻣﻀﺎﻣﻴﻨﻮژﺑﺎړې ﺗﻪ دﭘﺎﻣﻠﺮﻧﯥ ﻳﺎدوﻧﻪ ﻛړي اوډﻳﺮ ځلې ﻣﯥ ﺑﻴﺎ ﺑﻴﺎ ورﺗﻪ ﺗﻜﺮار ﻛړې ﻫﻢ ده او ورﺗﻪ  وﻳﻠﻲ ﻣﯥ دي ﭼﯥ پښتو ژﺑﻪ د ﻫﻤﺪې ﻋﻠﻤﻲ ﻣﺴﺎﻳﻠﻮ ﭘﻪ ژﺑﺎړې ﺳﺮه ﻏﻨﻲ ﻛﻴﺪاى ﺷﻲ ﭼﯥد ﻧﻮي او ځوان ﻧﺴﻞ اړﺗﻴﺎ ﻫﻢ ده .

زه ځان ﺗﻪ دا ﺣﻖ ﻧﻪ ورﻛﻮم ﭼﯥ دﻧﻮزادي ﭘﻪ ﺷﻌﺮﻛﯥ ﻻس وﻫﻨﻪ وﻛړم ﻫﻐﻪ ﻫﻢ ﭘﻪ دېﺧﺎﻃﺮ :

څنګه ﭼﯥ ﺷﻌﺮﻟﻪ ﻃﺒﻴﻌﺖ اوﻋﻴﻨﻲ ژوﻧﺪاﻧﻪ څخه  دﺷﺎﻋﺮاﺧﻴﺴﺘﻨﻪ ﻳﺎ ﻋﻜﺎﺳﻲ ده او داﻫﻐﻪ ﻃﺒﻴﻌﺖ ا وژوﻧﺪ دى ﭼﯥ ﺷﺎﻋﺮ (ﻧﻮزادي) ﭘﻪ ﻓﺰﻳﻜﻲ او رواﻧﻲ ﻟﺤﺎظ  ﭘﻪ ﻛﯥ ژوﻧﺪﻛﻮي، څه ﺷﻰ ﻳﯥ ﭼﯥ څه ډول انځورﻛړي، ﻫﺮ څه (ﺿﻌﻒ اوﻗﻮت) ﻳﯥ ﭘﻪ ده ﭘﻮرې اړهﻟﺮي، ﭘﻪ ﻫﻐﻪ ﻛﯥ ﻻ س وﻫﻨﻪ،دې اﺧﻴﺴﺘﻨﯥ ﻳﺎ ﻋﻜﺎسۍ ﺗﻪ زﻳﺎن رﺳﻮي .

ﻛﻴﺪاى ﺷﻲ ﭘﻪ ﻳﻮځانګړي ﺑﺤﺚ ﻛﯥ د ﻧﻮزادي دﺷﻌﺮوﻧﻮ ﭘﺨﻮانۍ ټولګه (دوړاﻧګو ﺟﻨﺎزې) او ددې ټولګې(بریتور آشنا)ﺷﻌﺮوﻧﻪ ﻳﻮﻟﻪ ﺑﻞ ﺳﺮه ﭘﺮﺗﻠﻪ ﺷﻲ، ﺧﻮ زه دﻟﺘﻪ دا ﻛﺎر ﻧﻪﻛﻮم. دوﻣﺮه واﻳﻢ ﭼﯥ دﻧﻮزادي دﺷﻌﺮوﻧﻮ دا ﺟﻮﻧګ دده دﻧﻮﻳﻮ ﺷﻌﺮي ﺗﺠﺮﺑﻮ ﻳﻮ ﺗﺎزهﭘﻴﺸﻜﺶ دى .ﻧﻮزادي ﺻﺎﺣﺐ ددې ﺷﻌﺮوﻧﻮدراﻟﻴږﻟﻮﭘﺮﻣﻬﺎل دا ﻫﻢ راﺗﻪ ووﻳﻞ ﭼﯥ ﺧﺎﻟﻲ ﺻﻔﺖ ﻣﯥﻧﻪ ﺧﻮښیږي، ﻳﻮڅه ﻳﯥ دﻧﻘﺪ ﭘﺮ ﺗﺎزﻳﺎﻧﻪ ﻫﻢ ووﻫﻪ؛ ﺧﻮ ﻣﺎ دا ﻛﺎر و ﻧﻪﻛړ.ځکه ﭼﯥ زﻣﺎ ﻟﻪﻧﻈﺮه د ﻣﻬﺎﺟﺮت ﭘﻪ دې ﭼﺎﭘﻴﺮﻳﺎل ﻛﯥ، د پښتو ادب ﭘﻪ دې ﺧﺰان وﻫﻠﻲ ﺑڼ ﻛﯥ وروﺳﺘﻪ ﻟﻪډﻳﺮو وﺧﺘﻮﻧﻮ ﻳﻮ څوﻏﻮټۍ راﻏﻮړﻳﺪﻟﯥ دي، دا ﺑﺎﻳﺪ و ﻧﺎزول ﺷﻲ، ﻧﻪ دا ﭼﯥ د ﻧﻘﺪ ﭘﻪ ﺗﻮﻧﺪه سیلۍ ﺑﺎﻧﺪې ﺑﻴﺮﺗﻪ ﻣړاوې ﻛړاى ﺷﻲ.

 ﻛﻪ ﻳﯥ د ښو او ﻧﺎښو څرنګواﻟﻰدادﺑﻲ ﻓﻨﻮﻧﻮ او ژﺑﻨﻴﻮ ﻣﻌﻴﺎروﻧﻮ ﭘﻪ ﺗﻠﻪ ﻛﯥ وﺗﻠﻮ، ﻧﻮ د ﺗﻠﯥ دواړه ﭘﻠﯥ ﺑﻪ ﻳﻮ څه ﻧﺎ ﺑﺮاﺑﺮېوي .

ﭘــــــــــﻪ اﻳــــــــــﺮو ﻧــــــــــﻪ ﺳــــــــــﻮزم زه اور ﻟټــــــــــﻮم

ځـــــــﻢ د ﺳـــــــﻜﻮن ﻟـــــــــﻪ ﻛـــــــﻮره ﺷـــــــﻮر ﻟټــــــــــﻮم

دﻣـــــــــړه ﺳـــــــــﺎﺣـــﻞ ﻟـــــــــﻪ ﻗﺒﺮﺳـــــــــﺘﺎﻧﻪ وځـــــــــﻢ

ﭘــــــــﻪ ﺗــــﻮﭘــــــــﺎﻧﯥ څــــپــو ﻛــــــــﯥ ﻛــــــــﻮر ﻟټــــــــﻮم

ﭼــــــﯥ ﻣــــــﯥ ﭘــــــﻪ درد دﺳــــــــﻮي زړه ﭘــــــﻮﻫــﻴــــږي

ﻓـــــــــﺮاق ﺳـــــــــیــځــلی ﻟﻜـــــــــﻪ ﺳـــــــــﻜﻮر ﻟټـــــــــﻮم

زﻧــځــــیــر دﻋـــﻘــــــﻞ دې ﺟﻨــــــﻮن ﻣــــــﺎت ﻧــــــﻪ ﻛــــــړ

ﻧـــــــﻮزادي ﺳـــــــﺘﺎ ﭘـــــښوﺗـــــﻪ ﺑـــــــﻪ ﻧـــــــﻮر ﻟــټـــــــﻮم

                                                                                                                                                    پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *