فوربس ويبپاڼه هر کال د نړۍ 100 تر ټولو زيات ګټه کوونکو لوبغاړو لست خپروي. د روان 2014 زيږديز کال (چې تر اوسه پورې يې څه باندې 40 ورځې لاپاتې دي) يو لست خپور کړی چې لس تر ټولو زيات ګټه کوونکي لوبغاړي يې په لاندې ډول دي:

1. فلوېډ ميويدر: امرېکايي سوک وهونکی فلوېډ ميوېدر د 2014 کال تر ټولو زيات ګټه کوونکی لوبغاړی دی. د فوربس ويبپاڼې پر بنسټ، نوموړي په روان کال کې تر اوسه پورې د لوبو او معاش له درکه 105 ميليون امرېکايي ډالر لاسته راوړي دي او د نړۍ تر ټولو زيات ګټه کوونکی لوبغاړی دی. د 2013 ز. کال د سپتمبر مياشت کې نوموړي د سوک وهنې په ډګر کې يو نوی رېکارډ جوړ کړ. د مکسيکويي کانيلو الوارېز پر وړاندې د نوموړي لوبې د سوک وهنې په ډګر کې تر ټولو زياته (200 ميليون ډالر) ګټه وکړه.

2. کرسټيانو رونالډو: داسې ډېر کم خلک شته چې د پرتګالي فوټبالر رونالډو له نامه سره بلدتيا ونه لري. نوموړی دوه ځله د کال تر ټولو ښه لوبغاړي جايزه خپله کړې ده. رونالډو په 2013 ز. کال کې د 69 ګولونو په کولو سره، د خپل کلب (ريـال ماډريډ) څخه د پنځه کلونو لپاره 206 ميليون ډالري تړون لاسته راوړ. د فوربس پر بنسټ نوموړی د 80 ميليون ډالرو په ترلاسه کولو سره دويم ځای خپل کړی دی.

3. لېبرن جېمز: امرېکايي باسکټبال لوبغاړی لېبرن جېمز د امرېکا د باسکټبال لوبې تر ټولو ارزښتمن لوبغاړی دی. د Nike کمپنۍ بوټانو چې د نوموړي له خوا لاسليک شوي وو، په 2013 ز. کال کې 300 ميليون ډالره لاسته راوړي وو. لېبرن د Nike، McDonald’s ، Coca-Cola، Upper Deck او نورو سوداګريزو شرکتونو سره د تړون له مخې زياتې پيسې ګټي. په 72.3 ميليون ډالرو لاسته راوړلو سره نوموړي درېم ځای خپل کړی دی.

4. ليونل ميسي: داسې څوک به هم ډېر کم وي چې ارجنټايني ميسي ونه پېژني. د فوټبال په نړۍ کې د ميسي او رونالډو سيالي او شهرت تر ټولو زيات دی. نوموړی که څه په ګول وهنه کې له رونالډو مخکې شوی خو په ګټه کې ترې بيا وروسته دی. د فوربس پر بنسټ نوموړی 64.7 ميليون ډالر لري، او څلورم ځای يې خپل کړی.

5. کوبې برينټ: امرېکايي باسکټبال لوبغاړی کوبې برېنټ په 2014 ز. کال کې تر اوسه پورې 61.5 ميليون ډالره ګټلي او پنځم ځای يې خپل کړی. د يادونې وړ ده چې نوموړی د کال 30.5 ميليون ډالره معاش ترلاسه کوي.

6. ټايګر ووډز: د ګلف لوبې لوبغاړی او د امرېکا متحده ايالتونو اوسېدونکی ټايګر ووډز د 2014 ز. کال تر ټولو زيات ګټه کوونکو لوبغاړو په جدول کې شپږم ځای خپل کړی. ووډز 61.2 ميليون ډالر لاسته راوړي دي.

7. راجر فيډرر: سويسي راجر فيډرر په ټېنس لوبه کې ډېر رېکارډونه لري. له دې ډلې څخه د 81 ميليون ډالرو په ارزښت 17 لوبې ګټل يې د يادونې وړ دي. فيډرر د سوداګريزو تړونونو پر بنسټ په کال کې له 40 ميليونو زيات ډالر لاسته راوړي. نوموړي په 56.2 ميليون ډالرو لاسته راوړلو سره اووم ځای خپل کړی دی.

8. فېل مېکلسن: دا هم د ګلف لوبې لوبغاړی او د متحده ايالتونو اوسېدونکی دی. د فيډرر په څېر په کال کې د سوداګريزو تړونو له درکه 40 ميليون ډالر لاسته راوړي. د 53.2 ميليون ډالرو په لاسته راوړلو سره نوموړي اتم ځای خپل کړی دی.

9. رافېل نادال: يوازې فوټبال لوبه د ميسي او رونالډو په څېر سيالان نه لري، بلکې ټېنس يې هم لري. د راجر فيډرر سخت سيال هسپانوي رافېل نادال د کال 44.5 ميليون ډالره لاسته راوړي او په نهم ځای کې دی. د نوموړي د ګټې سرچينه د Nike کمپنۍ ده.

10. مېټ ريان: د فوټبال لوبې لوبغاړی او د امرېکا اوسېدونکی دی. د کال 43.8 ميليون ډالرو په لاسته راوړلو سره يې د 2014 ز. کال تر ټولو زيات ګټه کوونکو لوبغاړو په جدول کې لسم ځای خپل کړی دی.

By Samoon

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *