خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩٣-١١-۲۰
کندهار، افغانستان- د کرني د ودي او کليو د پراختيا د ملاتړ ادارې استازو د کندهار له سرپرست والي سره وکتل.
نن تر غرمې وروسته د کرني د ودي او کلیو د پراختيا د ملاتړ ادارې د زراعت متخصص نوراحمد پوپل، د کيفيت لوړوني متخصص عبدالغفور نوابي او د اقتصادي چارو مسوول حيات الله احمدزي د کندهار له سرپرست والي سره د هغه د کار په دفتر کي وکتل.
عبدالغفور نوابي وويل دوی غواړي په کندهار کي له بزګرانو او کروندګرو سره يو لړ زراعتي پروژې په شراکتي ډول پلي کړي. هغه زیاته کړه دوی په بېلابېلو ولاياتو کي د زراعتي توليداتو د ودي په برخه کي پروژې عملي کړي دي. خو اوس غواړي په کندهار کي له رئيسانو او کروندګرو سره وګوري تر څو په زراعتي برخه کي د کندهار اړتياوي په ګوته کړي او په هماغو برخو کي پروژې ډيزاين کړي.
د نوابي په خبره چي دوی په بېلابېلو برخو کي متخصصين لري او د هغو له لاري له خلکو سره اشتراکي پروژې عملي کوي تر څو د خلکو اقتصاد وده وکړي.
د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا دوی ته د ښه راغلاست تر څنګ وويل چي په کندهار کي د زراعتي علومو ځانګړی پوهنتون موجود دی، دوی کولای سي چي په هغه پوهنتون کي يو ترويجي مرکز جوړ کړي او همالته له کروندګرو او محصلينو سره اشتراکي پروژې عملي کړي او له کروندګرو سره تجربې شريکي کړي. هغه هيله وښوده چي که ياده موسسه په زراعتي پوهنتون کي د غونډو يو سالون جوړ کړي، دا به د ياد پوهنتون لپاره لويه لاسته راوړنه وي او هلته به د زراعت اړوند غونډي جوړيږي.
ښاغلي ويسا ټينګار وکړ چي هره موسسه به د ولايتي ادارې په خوښه پروژې ډيزاينوي. هغه زياته کړه: موږ له پخوانيو پروژو څخه ډېري ترخې تجربې لرو. موسساتو به پخپل سر پروژې ډيزاين کړې، په داسي حال کي چي د کندهار د خلکو اړتياوو ته به هيڅ پاملرنه نه وه سوې. د دې ځای د خلکو د ستونزو او د کابل د ستونزو تر منځ ډېر فرق دی. تر دې وروسته هري موسسې ته اړتياوي موږ ورته په ګوته کوو او فنډ به د هغوی وي.
ويسا وويل چي په هره پروژه کي بايد ځوانانو او مېرمنو ته د کار زمينه برابره سي. دلته ډيري داسي مېرمني سته چي خاوند يې له لاسه ورکړی وي او اوس فقر ته اړي سوي دي. د دوی د اقتصاد غم بايد وخوړل سي.