مجيد ژړاند
نن مې هيلې حقيقت ورغاړې وځي، نن ځان نېکبخته ګڼم، نن د ژوند ناخوالو د حقيقت پر لور يو ګام نور هم نژدې کړم، دغه ښار کې مې چې ځان بېوسه او بې کسه بلل، نن د هر چا ته ورغاړې وځم، نن په دغه ښار کې ستر انقلاب راغلی دی.
نن ددغه ښار دنګې ودانۍ دنګې ولاړې دي، د نن انقلاب له پرون سره توپير لري، د نن انقلاب به د سبا د روښنايي وسیله ګرځي او راتلونکی نسل به د همدې انقلاب پر مټ د منزل تر هسکو درومي.
نن د ښار په واټونو کې مينه حاکمه ده، پرون چې یو بل ته په سنګرونو کې ناست و، د يو او بل په مرګ پسې ګرځېدل، نن يې يو بل ته د مينې غېږې ورکړې دي.
 هغوی ماتې وخوړه چې ستمي فکر په ګرداب کې يې د خپلو وروڼو پر سرونو او ناموسونو سوداګري کوله، نن د پرون قوماندان ښاغلی نه دی،  د هغوی د وحشت او بربريت کيسو سر خوړلی دی، سنګرونه خالي شوي دي، دلته مينې علم او پوهه راوړې ده، د هسکو سنګرونو ځای په ښوونيز چاپېریال بدل شوی، د نن ماشوم د سبا په اړه فکر کوي، د نن ځوان په ځواکمنو مټو  هيواد رغوي، دنګ ځوانان مو د هويت ساتنې په پار راوتلي او د هيواد امنيتي او دفاعي ځواکونو په ليکو کې  د ترهګرو پر ضد سپېڅلې جګړه کوي.
د تورې ماضي تور خلک په خپلو کړو پښېمانه دي، د شهيدې ناهيد او شهيدې فرخندې خوېندي د سبا په هيله ښوونځيو ته درومي، له خپلو وروڼو سره يو ځای د اغيارو پر ضد د ذهنيت جوړونې دروند مسووليت پر غاړه لري.
نن د افغانيت تر چتر لاندې مخ پر وړاندې درومو، د پلازمېنې کابل په هرې موانع او هر دېوال زموږ د راتلونکې هوسايۍ او پرمختګ تابلوګانې  کښل شوې دي، نن د اوړي پلازمينه بېل خوند او کيف لري، نن د فکري انقلاب د عملي مبارزې د پيل ورځ ده، نن د همدې فکري انقلاب پر مټ د لوی فکر پاللو په نيت تر لوی افغانستان پورې درومو، موږ هغه دښمن پېژندلی، چې زموږ د جونګړو رڼا ته يې ښاپرک رالېږل، موږ هغه دښمن پېژندلی، چې د دوو وروڼو تر منځ يې د کرکې او نفرت ستر دېوالونه  ساز کړي و، نن هغوی د خپلو اعمالو په سزا رسېږي، چا چې د دې هيواد او دې خلکو په وړاندې  سامراجي طرحه عملي کوله، هغوی شل  شوي او سامراجي فکر ميدان بایللی دی.
نن د ملي يووالي فکري انقلاب دی، چې له امو تر اباسینه د لوی افغانستان لوی فکر لري، موږ د حقيقت  پر لاره حقيقت ته درومو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *