رسنیو ته هسې څلورم ځواک نه دی ویل شوی، نن- سبا دا ځواک تر درو نورو دولتي قواوو څو ګامه مخکې روان دی.
رسنۍ په عامه او نړیوال ذهنیت لوبې کوي؛ د درېیمې نړۍ وروسته پاته جمعې شعور ډېر ژر د مطبوعاتي تبلیغاتو، شایعاتو او اوازو په تور کې بندېږي.
هلته چې د پوهې کاختې، د مالوماتو کمې او د تحلیل و تجزیې کمزورې انساني ژوند تر حیواني کچې هم راټیټوي نو، رسنیز پروپاګند د خلکو په ایمان بدلېږي.
له بده مرغه افغانستان د مالوماتو په یوه ګواښونکې خلا کې پروت دی او چې مالومات نه وي نو حقایق پټ وي، اسنادو و شواهدو ته لاسرسی نه وي او د شننې، څېړنې او ارزونې امکان هم صفر ته نژدې وي؛ په دغسې یوه فکري کنګلزار کې نو د ژوند خوند و رنګ خړې اوبه وړي، د ګمانو او بې باوریو، شکونو او اشتباهاتو توپاني دوړې له انسان او انساني ټولنې څخه سمه او سیده لار ورکوي او د ګمراهیو پر یوه تباه کوونکي بیابان یې ور برابروي چې بیا ژغورنه یې معجزه غواړي.
همدا اوس– اوس افغان عامه ذهنیت د پردیو، په تېره بیا پاکستان و ایران له خوا، هغسې ترور دی لکه هره ورځ چې زموږ بېچاره او مسلمان هېوادوال په فزیکي ډول تروریږي او په رواني توګه د ډار یوه وحشي او وژونکي تاترین ته ور ټېل وهل کېږي.
د افغانستان له پولو دباندې زموږ د هیواد په اړه ذهنونه پر داسې یوه درواغجن باور ور برابر کړه شوي دي چې ګواکې په افغانستان کې خدای مکړه ټول اسلامي ارزښتونه او اخلاقي نورمونه پایمال شوي دي؛ په بهر کې زموږ د پنځه زره کلن لرغوني هیواد په باب زړونه او ذهنونه مسخه کړه شوي دي او دا باور ورکړه شوی دی چې د افغانستان هر اوسېدونکی مباح الدم او واجب القتل دی، چې په مخه درغی، سر یې چټ، مال یې لیلام، په غازي او جنتي یې.
تر ټولو بده لا دا چې بېګانه استخباراتي او رسنیزو افواهاتو و درواغو په کور دننه عام شعور د خپل وطن، خلکو، اساسي قانون، ولسواکۍ، بشري حقونو، د ښځوحقونو، مکتب، تعلیم، تمدن، پرمختګ او ډېرو نورو انساني ارزښتو پر ضد د دښمنۍ په غم اخته کړی دی.
ډېر د تعجب ځای دی چې له افغاني مور څخه پیدا، د افغانستان د مور په پاکه غېږه کې اوسي خو د خپلې مور د بې عزتۍ، تباهۍ او سرتورۍ سوچونه وهي.
راځئ په یوه تازه بېلګه کې د دغې دعوې د حقانیت څرک سره ولګوو:
تېره پنجشنبه د قوس پر شلمه د کابل په استقلال لیسه کې د افغانستان بې دفاع، غیرسیاسي، بې آزاره خو د علم و فرهنګ اهل استادان، محصلین او ځوانان سره راټول ول د یوې تمثیلي ټوټې( تپش قلب- سکوت بعد از انفجار) ننداره یې کوله او د خپل هیواد د ناتمامه تراژیدۍ تصویر یې کوت چې په صحنه کې د یوه ځانمرګي د چاونې پر مهال په رشتیا سره د یوې محشرخېزه چادونې زلزلې پر تالار قیامت جوړ کړ، د تالار دېوالونه د انسانانو په وینو رنګ آمیزي شول، د انسان د غوښو د کبابو بوی فضا په یوه مجسمه فاجعه بدله کړه؛ د ژوندي بشر پښې، لاسونه، سرونه او جسدونه د تالار د واقعي نندارې په سامان بدل شول.
له ترهګرو د هر وحشت تمه کېده خو د دې قیامت توقع نه؛ اما دوی د بشر په تاریخ کې د ناممکنه جنایاتو د امکان ریکارډ هم نندارې ته وړاندې کړ، دوی آن د تمثیل او هنر د صحنې هغه ډېر له مبالغې ډک اړخ هم په یوه ډېر بېساري زهرجن واقعیت بدل کړ؛ دا یو داسې بشردښمنه ابتکار وو چې د نړیوالو جنایاتو اتلان یې هک– پک او ګوته په غاښ کړل.
اوس نو بیا د عامه ذهنیت د تسخیر دې تماشې ته کورئ:
بې بې سې راډیو په دا سبا د قوس پر ۲۱– مه په ( ستاسو نظر) خپرونه کې افغانان پر دې را ږغول چې ځوانان ولې اورپکۍ ته ور جذبېږي؟ ډېره جالبه وه! زیاتره ټلیفونونه له کندهار، هلمند او روزګان څخه ورته کېدل او اکثریت کسانو دا جنایات د اسلام د مبارک دین د ارشاداتو پر اساس توجیه کول، له کندهاره خپلواک او شیرآغا، له روزګانه شاهد او له هلمنده حاجي کریم نامي دغه د عام او بېوسه ولس وژنې، دغه تباهۍ او دغه ترورونه اسلامي فریضه وبلله( نغوذباالله) او شاهد هموطن خو مو په ډېرو شدیدو جذباتو سره وویل چې دا ډول پېښې باید لس چنده زیاتې شي. (لاحوله ولا)
د افغانستان د حیثیت ساتونکي، د دې مقدسې خاورې حلالوني زامن او د افغان انسان ژغورونکي مبارزین دې فکر وکړي چې زموږ په تورتم ځپلي وطن کې د روښانتیا، ویښتیا او یو مخیز بنسټیز او هر اړخیز بدلون لپاره د دوی مسؤلیت څومره دروند دی؟
نور نو یو نفس غفلت هم ناروا دی، د ټولو د راولاړېدا په هیله!
بدلون اوونيزه\ لومړی کال\(۱۳) ګڼه\ چارشنبه\قوس ۲۶\ ۱۳۹۳